د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش له مالیزیا شړل شوي روهنګیايي مسلمانان کمپونو کې مېشت کړل


سلګونه زره روهنګیايي‌ مسلمانان د میانمار د پوځ د ظالمانو عملیاتو څخه بنګله دېش ته تښتېدلي دي
سلګونه زره روهنګیايي‌ مسلمانان د میانمار د پوځ د ظالمانو عملیاتو څخه بنګله دېش ته تښتېدلي دي

په بنګله دېش کې چارواکو لسګونه هغه روهنګیايي مسلمانان په کمپونو کې ځای په ځای کړل چې مالیزیا ورته خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړې او بېرته یې ستانه کړي وو.

د بنګله دېش چارواکي وايي‌ له مالیزیا څخه په ستنول شویو روهنګیایانو کې ۱۵ ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.

ویل کیږي چې دوی د هغو ۵۰۰ کسانو له ډلې څخه دي چې څو ورځې یې په سمندر کې د کب نیونې په یوې کښتۍ کې تېرې کړې وې.

دوی هڅه کوله چې مالیزیا ته ځانونه ورسوي خو د مالیزیا حکومت د کرونا له کبله سخت قیودات لګولي او هغوی له نیول کېدو وروسته بېرته ستانه کړي او شړلي دي.

د بنګله دېش حکومت د میانمار ۱۰۰زره روهنګیايي‌ مسلمانانو ته د بهسن چاهار په سیمه کې کمپونه جوړ کړي دي.

بنګله دېش څو کاله مخکې په جنوب د کاکس بازار په سیمه کې هم د روهنګیایانو لپاره لوی کمپونو جوړ کړل.

چارواکي وایي د کاکس بازار په کمپ کې تقریبآ ۷۰۰زره روهنګیايي کډوال ژوند کوي چې په میانمار کې د پوځ د ظالمانه عملیاتو څخه تښتېدلي‌ دي.

د میانمار پوځ په ۲۰۱۷ کې د ترهګرو د ځپلو په نامه د روهنګیا مسلمانانو په ضد عملیات پيل کړل.

ملګري‌ ملتونه دا عملیات نژادي بولي او وايي‌ چې د میانمار پوځ په کې د روهنګیا مسلمانانو د نسل ختمول غواړي.

په دغو عملیاتو کې په روهنګیایانو باندې د جنسي تېري، وژنو او د هغوی د کورونو د سوځولو پېښې شاملې دي.

د روهنګیا مسلمانان له څو نسلونو راپدېخوا په میانمار کې ژوند کوي، خو بودایان چې په میانمار کې اکثریت دي روهنګیایان د میانمار اوسېدونکي نه ګڼي.

بنګله دېش ته له رسېدو وروسته زرګونو روهنګیایانو هڅه کړې چې مالیزیا او تایلنډ ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG