د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا سلګونه روهنګیايي کډوال نیولي


د میانمار پوځ تورن دی چې د ترهګرۍ ضد په نامه د روهنګیا د مسلمانو نسل وژنه کوي
د میانمار پوځ تورن دی چې د ترهګرۍ ضد په نامه د روهنګیا د مسلمانو نسل وژنه کوي

د مالیزیا حکومت هغه ۲۰۲ روهنګايي مسلمانان نیولي دي چې په یوې کښتۍ کې په ناقانونه توګه هغه هېواد ته تللي دي.

د دغو کډوالو په ورتګ سره دا اندېښنې زیاتې شوې دي چې انساني قاچاقبرانو د کروناویروس خطر له پامه غورځولی او د انسانانو قاچاق یې بیا پل کړی دی.

د مالیزیا چارواکي‌ وايي دا روهنګیایي مسلمانان د کب نیونې په یوې کښتۍ کې د دغه هېواد د لنګکاوي جزیرې ته ځانونه رسولي دي.

مالیزیا یو اسلامي هېواد دي او ډېر روهنګیايان په کې اوسیږي، له همدې کبله د روهنګیا مسلمان کډوال ور روان دي.

چارواکي وايي له نیول شویو کسانو څخه به تحقیق کیږي او له تحقیق وروسته به د کډوالو ادارې ته سپارل کیږي. دوه بېړۍ چلوونکي د دغو کډوالو له رسولو وروسته بېرته د مالیزیا په اوبو کې تښتېدلي‌دي.

د روهنګیا شاوخوا یو میلیون مسلمانان په میانمار کې د پوځ له عملیاتو وروسته کډوال شول. د میانمار حکومت او پوځ تورن دي چې د ترهګرۍ ضد په نامه عملیاتو کې دروهنګیا د مسلمانانو نسل وژنه یې پیل کړې ده.

د روهنګیا ډېر مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي چې هلته د کار او ژوند نور امکانات یا نلري او یا ډېر کم لري.

میانمار وایي د روهنګیا مسلمانان د هغه هېواد اصلي وګړي نه دي، بلکې د بنګله دېش کډوال دي، خو بنګله دېش د روهنګیا مسلمانان سره د میانمار کډوال ګڼي.

XS
SM
MD
LG