د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم ۲۱، هالنډ ۱۷ او ایرلنډ څلور روسي دپلوماتان له خپلو هیوادونو وایستل


ارشیف: په اوکراین کې د روسیې سفارت
ارشیف: په اوکراین کې د روسیې سفارت

پداسې حال کې چې پر اوکراین باندې د مسکو د پوځي یرغل پر سر د لویدیځو هیوادونو او روسیې ترمنځ کړکیچ خورا زیات شوی، بلجیم نن د مارچ په ۲۹مه (وري ۹) وویل چې ۲۱ روسي دپلوماتان یې له دې هیواد نه ایستلي دي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې سوفي ویلمز، وویل چې دغه دپلوماتان د جاسوسۍ په شک ایستل شوي دي.

میرمن ویلمز د بلجیم پارلمان ته ددې مطلب د بیانولو ترڅنګ په خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه اقدام د هالنډ سره په همغږۍ شوی دی؛ هغه هیواد چې په یو ورته اقدام کې یې روسي دپلوماتان ایستلي دي.

پدې ترڅ کې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې ۱۷ اوسیدونکي یې ایستلي چې ددې وزارت په وینا د دپلوماتانو تر پوښښ لاندې یې په پټه د استخباراتي افسرانو په توګه فعالیت کاوه.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نن یې د روسیې سفیر رابللی او د روسي دپلوماتانو د شړلو په اړه یې هغه ته معلومات ورکړي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې هیواد پر ضد استخباراتي ګواښ لا هم لوړ دی او ددې هیواد پارلمان ملي امنیت ته د ګواښ په خاطر دغه تصمیم نیولی دی.

هالنډ په ۲۰۱۸ کې هم څلور روسي شکمن جاسوسان چې هڅه یې کوله د کیمیایي وسلو د مخنیوي سازمان هک کړي، ددې هیواد نه ایستلي وو.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو په ګډون څو نورو لویدیځو هیوادونو پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې روسي دپلوماتان له خپلو هیوادونو ایستلي دي.

متحده ایالاتو ۱۲ روسي دپلوماتان شړلي دي او روسیې هم په ورته اقدام کې ۱۲ امریکایي دپلوماتان د هغه هیواد نه شړلي دي.

د ایرلندي رسنیو د رپوټونو له مخې دې هیواد هم نن د روسیې سفر وربللی او ورته یې ویلي چې ددې هیواد څلور دپلوماتان د هغوی د فعالیتونو په خاطر چې د نړیوالو معیارونو سره سمون نلري باید ایرلند څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG