د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن ملګرو ملتونو ته: د امریکا پوځ نباید د نړۍ د هرې ستونزې ځواب وي 


د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو په حال کې
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو په حال کې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو په اړه د پرېکړې ننګه وکړه.

ښاغلي بایډن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي۳۰) د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خبرو په مهال استدلال وکړ چې له افغانستان څخه د عسکرو اېستل د متحده ایالتونو د پالیسۍ محوري کولو لپاره یو اړین ګام و.

هغه وویل دا ځکه چې د دموکراتیک ضد سیستمونو، کرونا ویروس سره د مبارزې او د اقلیم بدلون په نړیوالو ننګونو تمرکز وشي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د امریکا د حیاتي ملي ګټو دفاع به کوي‌ خو« ماموریت باید واضح او ترلاسه کېدونکی وي» او د امریکا پوځ نباید « د نړۍ د هرې ستونزې لپاره ځواب»‌ وي.

ښاغلي بایډن تر دې مخکې هم څو ځلې له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو د پرېکړې ننګه کړې وه او ویلي یې وو چې نه یې غوښتل افغان جګړه بل امریکایي ولسمشر ته هم پاتې شي.

امریکا د اګست په ۳۱ نېټه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوه او چارواکي وايي د تخلیې په ماموریت کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل.

ښاغلي بایډن واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته مخامخ خبرې وکړې. هغه وویل چې امریکا به په نړۍ کې د خپلو ایتلافیانو لپاره یوه باورې ملګرې وي.

هغه زیاته کړه: « د ماضي له جګړو سره د مبارزې په ځای» د نړیوالې وبا سره په مبارزې، سایبري ګواښ او د نړیوال ځواک د تحرکاتو د تغیر په مدیریت» تمرکز کوو.

ښاغلي بایډن همدغه راز وویل چې امریکا به هر هغه ملت سره چې وړاندې ځي او مشترګو ننګونو لپاره سوله ایز حل لټوي، ګډ کار کوي،‌ آن «که په نورو مسائیلو کې ورسره جدي‌اختلافات هم ولري».

هغه چین ته په اشارې دا خبره واضحه کړه چې امریکا «نوې سړه جګړه»‌ نغواړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش تېره ورځ‌ د چین او امریکا په حکومتونو غږ وکړ چې له «سوړ جنګ» څخه ډډه وکړي‌ او خپل روابط دې ورغوي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ ډېر مشران خبرې کوي. غلام اسحاقزي د افغانستان د دایمي سفیر په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG