د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ د خبریالانو زړورتیا وستایله


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیواله ورځ په هر ځای کې د خبریالانو زړورتیا وستایله.

د سپینې ماڼۍ د دوشنبې د ورځې مې درېیمه (غوايي۱۳) په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له خولې ویل شوي «خبریالان له حقیقت څخه پرده پورته کوي، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستل کنترولوي او د واک په ګدۍ له ناستو خلکو شفافیت غواړي. د یوې فعالې دموکراسۍ لپاره د هغوی موجودیت ضرور دی.»

ښاغلي بایډن ویلي چې د کرونا ویروس د وبا پر مهال خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ځانونه له خطر سره مخامخ کړل چې نورو ته معلومات ورسوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې امریکا د بیان او د رسنیو د ازادۍ مدافع ده.

ښاغلي بلینکن ویلي دي هغه هېوادونه چې په کلي او یا جزي ډول انټرنټي پریکوي، امریکا یې دا کار د بیان او عقیدې د آزادۍ د مخنیوي تاکتیک بولي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کې د مۍ د میاشتې درېیمه نېټه د «نړۍ د ازادو مطبوعاتو ورځ» اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG