د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: پوتین له بایډن سره روسیه او امریکا کې په بشري حقونو خبرو ته تیار دی


د روسيې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تیار دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره د بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د امریکا جمهور رئیس بایډن د یکشنبې په ورځ وویل: "تر دوو راتلونکو اونیو پورې په ژنیو کې د جمهور رئیس پوتین سره ګورم، څرګنده ده چې وایم مونږ به څارونکي نه اوسو او هغه ته به اجازه ورنکړو چې د بشري حقونو نه ناوړه استفاده وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) خبریالانو ته وویل چې روسیه به د هیځ موضوع په اړه په بحث کې کمه رانشي او په وینا یې ښاغلی پوتین به د جمهور رئیس بایډن سره په کتنه کې د جنورۍ د شپږمې نیټې د امریکا د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پلویانو د مظاهرو په هکله هم خبرې وکړي.

ښاغلي لاوروف د هغو مظاهره کوونکو نیونې ته په اشارې چې د جنورۍ په شپږمه یې د متحده ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ یرغل کړی و، وویل: "البته چې مونږ په هر مورد باندې بحث ته تیار یو، د هغو مشکلاتو په ګډون چې په متحده ایالاتو کې شته...جالبې پیښې هلته [امریکا کې] رامنځ ته کیږي."

د بایډن او پوتین لیدنه پداسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو او روسیې اړیکې د سړې جګړې د وخت راهیسې ډیرې سړې او کړکیچنې شوې دي.

په روسیه کې د پارلماني انتخابانو په درشل کې چې ټاکل شوې د سپتمبر په میاشت کې وشي، روسي مقاماتو مخکې له مخکې پر سیاسي مخالفانو فشار زیات کړی دی.

د جمهور رئیس عمده مخالف الکسي نوالنی‎ي، د فساد په تور بندي کړای شوی؛ هغه تورونه چې ښاغلی نوالني یې سیاسي انګیزه ګڼي او هغه ردوي.

د نوالني د قضیې سربیره په اوکراین او بلاروس کې وضعیت هم د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې په اړیکو کې د کړکیچ عامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG