د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د اروپا دفاع زمونږ تعهد دی


جو بایډن او ینس ستولتنبرګ
جو بایډن او ینس ستولتنبرګ

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د دوشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) د ناټو مشرانو ته وویل د اروپا، ترکیې او کاناډا دفاع د متحده ایالاتو «ځانګړی مکلفیت» دی.

د ښاغلي بایډن دغه وینا د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د دریځ څخه یو څرکند بدلون دی چې غوښتل یې امریکا ددغه پوځي تړون څخه وباسي.

په انګلستان کې د جي-۷ هیوادونو له غونډې وروسته بروکسل ته له رسیدو وروسته ښاغلي بایډن یو ځل بیا په خپلو غربي متحدینو غږ وکړ چې د متحده ایالاتو د پالیسۍ ملاتړ وکړي تر څو د چین د پوځي پرمختګ مخنیوی وشي او د روسیې د یرغل پر وړاندې په متحده توګه چلند وشي.

ښاغلي بایډن د شمالي اتلانتیک د تړون د ډله ییزې دفاع ژمنې ته په اشارې وویل چې «پنځمه ماده یو ځانګړی مکلفیت دی» او زیاته یې کړه چې: «زه غواړم اروپا پوهه شي چې د امریکا متحده ایالات دلته» دي.

د تاڼو تړون د افغانستان څخه د وتلو لپاره د ګډ دریځ په غوره کولو بوخت دي او همداشان هڅه کوي چې د سایبري بریدونو او د چین د ګواښونو په وړاندې په ګډه عمل وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې د ورځې د غونډې دمخه وویل چې د بالتیک څخه تر افریقا پورې د چین مخ په ودې پوځي شتون پدې معنی دی چې ناټو باید تیاره اوسي.

هغه وویل: «چین رانژدې کیږي. مونږ هغوی سایبري فضا کې وینو، په افریقا کې یې وینو، خو مونږ همداشان وینو چې چین زمونږ په خپلو مهمو زیربنایي تاسیساتو کې ستره پانګونه کوي.» د هغه اشاره بندرونو او ارتباطي شبکو کې د چین پانګونې ته وه.

دپلوماتان وایي ناټو به په خپله وروستۍ اعلامیه کې چین دښمن وګڼي، خو ښاغلی ستولتنبرګ وایي چین زمونږ دښمن ندی – خو په اړه یې اندیښنه شته او دا هیواد پداسې حال کې د شمالي اتلانتیک د تړون امنیت ته یو «سیستماتیک» ګواښ دی چې د روسیې سره ګډ پوځي تمرینونه کوي، سایبري بریدونه کوي او خپل سمندري ځواکونه په بیړه غښتلي کوي.

ښاغلي ستولتنبرګ خبریالانو ته وویل: «مونږ یوې بلې سړې جګړې ته نه ځو او چین زمونږ مخالف ندی، زمونږ دشمن ندی...خو اړ یو چې د یو تړون په توګه د هغو ګواښونو په هکله په ګډه عمل وکړو چې د چین له لورې زمونږ امنیت ته متوجه دي.»

XS
SM
MD
LG