د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: چین هڅه کوي روسیې ته وژونکې وسلې برابرې کړې


د بریتانیا د دفاع وزیر
د بریتانیا د دفاع وزیر

د بریتانیا د دفاع وزیر ګرانت شاپس د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (جوزا دویمه) تور ولګوه چې چین روسیې ته یا وژونکې وسلې ورکړې او یا یې برابرولو ته ځان ته چمتو کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، لویدیځو هېوادونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته وسلې ورکړې دي.

دا لومړی ځل دی چې بریتانیا چین روسیې ته په وسلو ورکولو تورنوي.

شاپس په لندن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د بریتانیا او امریکايي استخباراتي‌ ادارې داسې اسناد لري چې چین اوس او یا په اینده کې روسیې ته وسلې لېږدوي او دا «یو پام وړ پرمختګ» دی.

نوموړي د خپلې ادعا لپاره کوم سند وړاندې نه کړ، خو ویې ویل چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د مسکو او بیجینګ ترمنځ سوداګري ۶۴ فیصده زیاته شوې او دا هېوادونه د یو بل ننګه کوي. هغه وویل: «باید په دې اړه اندېښمن واوسو.»

په لندن کې د چین سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکايي استخباراتي مقاماتو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تېره میاشت ځینو امریکايي مقاماتو ویلي وو چې چین د اوکراین په جګړې کې د روسیې حمایت کوي او د بې پيلوټه الوتکو، میزایلو او له فضا څخه د تصویر اخیستلو تکنالوژي یې ورکړې ده.

په واشنګتن کې د چین سفارت تېره میاشت وویل چې بیجینګ مسکو ته هېڅ وسله انتقال کړې نه ده او د اوکراین په کړکیچ کې دخېل نه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت چین ته ولاړ او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې ملاقات وکړ د همکارۍ نوې ژمنې یې وکړې. په اوکراین باندې تر یرغل څو ورځې مخکې، روسیې له چین سره خپل «نا محدود روابط» اعلان کړل.

د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې اوس یې وخت دی چې نړۍ وېښه شي او په خبره یې د «ناټو غړي باید د خپلو ناخالصو داخلي عوایدو ۲.۵ سلنه په دفاعي برخو کې» ولګوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG