د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د اوکراین سره د مرستو د چټکوالي لپاره نوی قانون لاسلیک کړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبې مې ۹ (غوایي۱۹) یوه لایحه لاسلیک او په قانون یې بدله کړه چې په چټکه توګه اوکراین ته د نظامي تجهیزاتو او وسایلو د لیږلو لپاره جمهور رئیس ته لا ډیر واک ورکوي.

دا لایحه د هغه قانون په بڼې جوړه شوې چې د دویم نړیوال جنګ پر وخت یې د نازي آلمان سره په جګړې کې د اروپایي هیوادونو سره همکاري کوله.

دا نوی قانون د متحده ایالاتو مشر ته دا واک ورکوي چې په واشنګټن کې د ځینو بیوروکراتیکي قوانینو د مراعت کولو پرته د اوکراین او ختیځې اروپا د هیوادونو سره په چټکه توګه موافقې ته ورسیږي چې نظامي تجهیزات او نور وسایل اوکراین ته ولیږدول شي.

په کانګریس کې دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دا لایحه تیره میاشت منظوره کړله او داسې څرګندیږي چې دواړه ګوندونه د اوکراین د حکومت سره یرغل ته د ځواب ویلو لپاره یوه خوله دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نېټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو د کیف سره یوازې د وسلو لپاره د ۳.۸ ملیون ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې دا تازه اعلان شوې مرستې هم پکې شاملې دي.

متحده ایالاتو اوکراین ته ثقیله توپونه، د اوږې څخه واریدونکي د الوتکو ضد سټینګر راکټونه او نور تجهیزات ورکړیدي.

د امریکا حکومت د کانګریس څخه غواړي چې د اوکراین سره د مرستو لپاره ۳۳ ملیارده ډالر منظور کړي چې یوازې ۲۰ ملیارده یې نظامي مرستو ته ځانګړي شوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دا قانون پداسې حال کې توشیح کړ چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي په اوکراین یې یرغل د غربي هیوادونو د لاسه کړی.

ښاغلي پوتین ویلي چې هیواد یې پولې سره نږدې " په بشپړه توګه د نه منلو وړ ګواښ په مقابل کې ځواب ویلی".

پداسې حال کې چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې یرغل پدې ونه توانید چې د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي واکمني له منځه یوسي او یا پایتخت کیف ونیسي خو ښاغلي پوتین وویل چې د اوکراین په ختیځه برخه کې به یې د دې هیواد په قوي مرکزونو بریدونه روان وي.

د روسیې جمهور رئیس دا څرګندونې په سرې څلور لارې کې پوځي رسم ګذشت ته وکړلې. دا رسم ګذشت په روسیې کې د بري د ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړ شوی و او په دویم نړیوال جنګ کې جرمني ته ماتې ورکول پکې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG