د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د مصیبت ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره فلوریډا ته ځي 


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن او ماندینه یې جیل بایډن د پنجشنبې په ورځ فلوریدا ته ځي چې د میامي ښار د سمندر د غاړې د نړیدلې ودانۍ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي وکړي.

پداسې حال کې چې ددې ودانۍ د نړیدو څخه اته ورځې وروسته لا هم د ژغورنې عمله د مړو او د بې درکه شویو کسانو پسې ګرځي، محلي چارواکو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته یې څو نور جسدونه موندلي چې پدې توګه د مړو شمیر ۱۸ تنو ته لوړ شو چې دوه ماشومان هم په کې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې ولسمشر او میرمن به یې د هغو کسانو له کورنیو سره وګوري چې «ددغې ویروونکې غمیزې زغم ته اړ شوي» او همداشان به د ژغورنې له ډلو څخه مننه وکړي.

د میامي د «ډاډي کاونټي» ښاروالې دانیلا لیون کاوا د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي چې ۱۴۵ کسان لا هم بې درکه دي. هغې ویلي چې «زمونږ ټولنه، زمونږ هیواد او نړۍ د هغو کسانو له کورنیو سره غمشریکي کوي چې له لاسه مو ورکړي».

د فلوریدا والي رن دی سانتیس وایي د ژغورنې روان عملیات ددې ایالت په تاریخ کې د سمندري طوفان په وړاندې د غبرګون پرته تر ټولو ستر عملیات دي. هغه وویل چې د مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د رواني روغتیا منابع هم په کار بوختې دي.

د میامي د ډاډي کونټي د اوروژنې د ادارې مشر الن کومینسکي د ژغورنې د عملیاتو د خطرناک ماموریت د څرنګوالي د شرحه کولو په ترڅ کې وویل چې «دا په مطلقه توګه لا هم د لټون او ژغورنې ماموریت» دی.

هغه وویل چې ټیمونه یې د سپیو، ویدیو او صوتي وسایلو نه کار اخلي چې د نړیدلو تیږو او ویجاړیو لاندې یو څوک پیدا کاندي.

ددغې ۱۲ پوړیزې ودانۍ شاوخوا نیمایي برخه د جون په ۲۴ ونړیدله.

XS
SM
MD
LG