د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوه ودانۍ نړېدلې څلور تنه مړه او لسګونه ورک دي 


د ودانۍ د غورځېدو دقیق علت لا معلوم نه دی
د ودانۍ د غورځېدو دقیق علت لا معلوم نه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې د ژغورنې ډله د هغو شاوخوا ۱۵۹ کسانو لټون کوي چې د سمندر په غاړه د یوې ودانۍ له غورځېدو وروسته تر نړیدلیو ودانیو لاندې شوي‌ دي.

د دغې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي. پېښه د میامي د «ډاډي کاونټي» کې د جمعې په شپه شوې ده.

په دغې ودانۍ کې شاوخوا ۵۵ اپارتمانونه وو او څلورمه برخه یې نړیدلې ده. د «ډاډي کاونټي» ښاروالې لیون کاوا خبریالانو ته وویل چې په پېښه کې ۱۲۹ تنه نور ژغورل شوې دي.

په سیمه کې د اطفايي د څانګې مشر رایدي جادالله وویل چې ټوله ودانۍ له خلکو تشه کړل شوې او اوس ټول تمرکز د ړنګې شوې ودانۍ څخه د خلکو په راویستلو دی.

هغه وویل چې د ژغورنې هوايي او ځمکني عملیات د شپې هم روان وو. نوموړي وویل چې د ژغورنې ۱۳۰ ماموران په دغو عملیاتو کې برخه لري.

ولسمشر جوبایډن د دغې سیمې لپاره اضطراري حالت تائید کړی. په دې کار سره به د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې فدرال ادارې ته لاره پرانیستل کیږي چې د ژغورنې هڅې همغږې کړي او دغې سیمې ته اضافي بودیجه هم منظوره شي.

د ودانۍ د غورځېدو دقیق علت لا معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG