د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن تر نومبر پورې افغانستان کې د عسکرو په پاتې کېدو فکر کوي 


جوبایډن هم غواړي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي
جوبایډن هم غواړي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په دې باندې فکر کوي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه د نومبر تر میاشتې پورې هلته وساتي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د سولې د تړون په اساس باید د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

امریکایي رسنۍ «ان بي سي» د دوو امریکایي چارواکو له قوله، چې په دې قضیې خبر دي او نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، دا خبر خپور کړی دی.

یوچارواکي ویلي چې ښاغلي بایډن د خپل ملي امنیت له مشاورینو او ډلې سره په خبرو کې د امریکا د دفاع وزارت هغه پلان رد کړی چې غواړي د مې له میاشتې وروسته هم افغانستان کې امریکایي سرتېري دیره وي.

دغه چارواکي ویلي دي چې ولسمشر هڅول شوی دی شپږ میاشتې نور هم افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي. هغه وویل: «بایډن غواړي ووځي.»

«ان بي سي» وايي دغه چارواکي دا خبره هم کړې ده چې د دفاع وزارت مشرانو ولسمشر ته ویلي دي‌ چې طالبانو په تړون کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

وايي په بحث کې دا خبره هم شوې ده چې « ښاغلی ولسمشره، اوس دا ستاسو په لاس کې ده، خو موږ دا ضمانت نشو درکولی چې په بېړې سره د هر کس له وتلو ورسته به هلته څه پېښ شي.»

بل چارواکي دغې رسنۍ ته ویلي دي چې پوځ ولسمشر بایډن ته له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه بېلا بېل انتخابونه مخې ته اېښي دي.

هغه وویل: «په دې کې د مۍ په لومړۍ نېټه د ځواکونو وتل، یا تر نامعلومې مودې پورې د ځواکونو ساتل چې د شپږو میاشتو د مودې غځول هم په کې راځي، شامل دي. پرېکړه د ولسمشر په لاس کې ده.»

جمهور رئیس جو بایډن څو ورځې مخکې له بل امریکایي تلویزون«اې بي سي» سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره د سولې په تړون کې " ټینګ مذاکرات" نه وو شوي.

ښاغلي بایډن ویلي وو چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې د ټاکلې نیټې سره سم د افغانستان نه ټول عسکر وباسي.

جمهور رئیس بایډن زیاته کړه: " د متحدینو سره د عسکرو د شمېر د کمیدو په چټکوالي مشورې کوم. ښایي دا کار وشي خو سخته به وي. خو که وغځیږي هم، ډیر به اوږد نشي."

ښاغلي بایډن هم د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په شان ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکا تقریباً شل کلنه جګړه پای ته رسوي او شاوخوا ۲۵۰۰امریکایي عسکر چې هلته دیره دي، راوباسي.

XS
SM
MD
LG