د لاس رسي وړ اتصالات

بلاول بهټو یو ځلې بیا د پښتون تحفظ تحریک طرفداري کړې


د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفه د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو د خپلې مور بینظیر بهټو د قتل د یوولسمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د پښتون تحفظ تحریک په طرفدارۍ څرگندونې کړي دي.

ښاغلي بهټو په خپلې وینا کې وویل چې د دوو کلونو نه راهیسې دی پرله پسې وایي چې د پښتنو ځوانانو د تح‏ریک خبره دې واورېدل شي.

هغه وویل:"په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو ځوانانو تحریک ولې ورځ تربلې زور اخلي، ګڼ شمېر خلک په دې تح‏ریک کې شاملېږي، زه د دوو کلونو نه وایم چې د دې ځوانانو خبره دې واورېدل شي، دوی دې د دېوال سره نه جنګول کېږي، د دوی مرۍ مه خپه کوئ خو د دې ملک ټیکدارانو ته احساس نه کېږي."

بلاول بهټو دغه مهال د هغه بلوڅانو په اړه هم خبرې وکړې چې د کور غړي یې د کوره لادرکه دي او هغوی په کویټه کې د څو اونیو راهیسې احتجاج کوي.

ښاغلي بهټو پخوا هم د پښتون تحفظ تحریک سره خواخوږي څرګنده کړې ده او په حکومت یې له‌دې کبله نیوکې کړي دي چې د هغوی غوښتنو ته پام نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان څو ځله د پښتون تحفظ تح‏ریک د مشرانو ضد څرګندونې کړي دي او حتی په هغوی یې دا تور هم لګولی دی چې د پاکستان د استخباراتو لپاره کار کوي.

د بلاول د څرګندونو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د هغه وینا ته غبرګون وښودل شو چې ځینو یې هرکلی وکړ او ځینو بیا د هغه د پلار اصف زرداري او د پښتون ځوان نقیب الله محسود د قاتل راو انور ملګرتیا ته ګوتې ونیولې.

د مدني حقونو فعالې سلمی جعفر په خپل ټویټر ولیکل:

"بلاول بهټو د ملتان د جلسې راهیسې د پي ټي ایم ملاتړ کوي، هغه کسان چې د هغه په ایجنډې شک لري، د خپل زهن پاکولو ته ضروروت لري."

د پښتون تحفظ تح‏ریک یو ملاتړ کونکی په خپل ټویټر لیکي :"د پاکستان پیپلز ګوند د پښتون ت‏حریک په ډاګه ملاتړ وکړ، مننه د بلال نه، دې ته وایي باتور مشر."

د پښتون تحریک او د بلاول بهټو سره مخالفت کوونکي ځینې مبصرین بیا دغه سیاسي بیان ګڼي.

د کویټې سره تعلق لرونکي سیاستمدار جان اڅکزي په خپل ټویټر لیکلي: " بلاول د سیاست لپاره خلک د نژاد په سر استعمالوي."

ځینو مبصرینو له‌دې کبله د بلاول څرګندونې مهمې بللي دي چې د پاکستان پیپلز ګوند د پاکستان د مهمو سیاسي ګوندونو نه یو دی او د پاکستان پوځ او ادارې د پي ټي ایم د مشرانو او طرفدارانو ضد سخت اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG