د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له شي جینپینګ سره ملاقات کې د واشنګټن-بیجنګ د اړیکو د ثبات په ضرورت ټېنګار کړی 


بلینکن د چین له ولسمشر شي سره
بلینکن د چین له ولسمشر شي سره

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه جون ۱۹ (جوزا ۲۹) د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په «ثبات» باندې ټېنګار کړی، خو ویلي یې دي چې د واشنګتن او بیجینګ ترمنځ د نظر ډېر اختلافات شته.

بلینکن وویل: «په هرې غونډې کې مې په دې باندې ټېنګار کړی چې په لوړې کچې مستقیم تعامل او ثابته اړیکه د اختلافاتو د مسولانه مدیریت غوره لار ده او دا تضمین کوي چې رقابت په جګړې بدل نشي. ما له خپل چینایي سیال څخه هم همدا خبرې واورېدې، موږ دواړو د خپلو اړیکو د ثبات په ضرورت ټېنګار وکړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په ملاقات کې چې ۳۵ دقیقه و، وویل: «ولسمشر بایډن له ما څخه وغوښتل چې بیجینګ ته سفر وکړم. هغه په دې باور دی چې متحده ایالتونه او چین دا مکلفیت او مسولیت لري چې خپل روابط مدیریت کړي. متحده ایالتونه دغه کار ته ژمن دی او دا د متحدو ایالتونو، چین او نړۍ په ګټه دی.»

د چین ولسمشر وویل چې بیجینګ ته د بلینکن د سفر په مهال، متحدو ایالتونو او چین د یو لړ مشخصو مسائيلو په اړه پرمختګونو ته لار موندلې ده. هغه وویل: «د چین لوري خپل دریځ څرګند کړ او دواړو خواو توافق وکړ چې په بالي کې زما او د ولسمشر بایډن ترمنځ د مشترکو تفاهماتو په اساس مخې ته ولاړ شو.»

نوموړي هیله وښوده چې د انتوني بلیکن سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې «مثبته ونډه» ولري. هغه وویل: «د دولتونو ترمنځ تعامل باید تل د متقابل درناوي او پاک نیت په اساس وي.»

له ۲۰۱۸ کال راپدیخوا بلینکن لومړی امریکایي لوړ پوړی چارواکی دی چې چین ته سفر کوي. دا سفر د فبرورۍ په میاشت پلان شوی و، خو د امریکا په فضا کې د چین د «جاسوسي بالون» له نسکورېدو وروسته دا سفر وځنډول شو.

له ولسمشر شي جینپینګ سره تر ملاقات مخکې انتوني بلینکن د چین د کمونست ګوند د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر سره ولیدل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا درې ساعته ملاقات «واضح او باثمره» بللی دی.

د دغه وزارت یو ویاند متیو میلر په یوې اعلامیې کې ویلي چې بلینکن او وانګ په مشترکو ننګونو کې د همکارۍ لپاره د موجوده فرصتونو د ارزولو او «یو لړ دوه اړخیزو او نړیوالو» مسائیلو په اړه وغږېدل.

میلر وویل: «د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پرانیستو ارتباطي چاینلونو له لارې د متحدو ایالتونو او چین د خلق جمهوریت ترمنځ د رقابت د مسولانه مدیریت اهمیت څرګند کړ چې ډاډ ترلاسه شي رقابت په جګړې بدل نشي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې وانګ د دواړو هېوادونو د «مخ په ځوړ اړیکو د څرخ په معکوس تاوولو» ټېنګار وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ثبات لپاره متقابل درناوی مهم دی.

نوموړي همدغه راز ویلي چې متحده ایالتونه باید د تایوان د استقلال غوښتنې سره مخالفت څرګند کړي، ځکه چې د هغه په خبره چین په دې برخه کې د جوړ جاړي ځای نه ویني. امریکا د تایوان په تنګي کې د چین پوځي تمرین «نړیواله اندېښنه» بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل سفر په لومړي ورځ خپل چینایي سیال ته بلنه ورکړه چې واشنګټن ته راشي،‌ هغه دا بلنه ومنله. په دغه ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي پروازونو په زیاتېدو هم ټېنګار وشو.

په دې وروستیو کلونو کې د اقتصاد، تجارت، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ روابط پیکه شوي دي.

XS
SM
MD
LG