د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بم چاودنې دوه پولیسان وژلي


عکس: ارشیف - د بلوچستان په چمن کې یوه چاودنه
عکس: ارشیف - د بلوچستان په چمن کې یوه چاودنه

د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴)‌ د پولیسو په یو موټر چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه پولیسان وژل شوي‌ او یو شمېر نور ټپیان شوي‌ دي.

د بلوچستان د پولیسو یو افسر عبدالحمید امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د کوټې ښار ته نېږدې د کچلاک پر لویه لاره شوې ده.

عبدالحمید زیاته کړه چې په کور کې جوړ شوی ماین د پولیسو د یو ګرځنډه ډلګي موټر په نښه کړی دی. هغه زیاته کړه چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې. د طبیعي زیرمو له پلوه په دغه بډای ایالت کې تر ډېره بلوڅ بیلتونپالي په پرله‌ پسې ډول د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې نوموړي پر پولیسو د شنبې ورځې برید یو تروریستي عمل بللی دی.

په بلوچستان کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د دولت ضد وسله‌والو په بریدونو کې د نظامیانو او ملکي وګړو په ګډون له ۵۰ زیات کسان وژل شوي‌ دي.

د بلوڅو د خپلواکۍ پوځ چې په بلوچستان ایالت کې تر ټولو لویه بیلتونپاله ډله ګڼل کېږي په دغه ایالت کې د بریدونو د زیاتې برخې مسولیت منلی دی. په دغو بریدونو کې تر ډېره امنیتي‌ تاسیسات او مسافر وړونکي موټر په نښه شوي‌ دي.

د بلوڅو د خپلواکۍ پوځ چې د متحده ایالاتو له خوا د یوې نړیوالې تروریستي ډلې په توګه پېژندل شوې ده په دې وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او د چین په مالي‌ ملاتړ د سترو زیربنايي پروژو کوربه‌توب کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG