د لاس رسي وړ اتصالات

د کاپیسا د علماو شورا د مشر په موټر چاودنه شوې؛ پنځه تنه وژل شوي


تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

چاودنه نن یکشنبه جنورۍ ۳( مرغومې ۱۴) د کاپیسا مرکز اړوند صیاد بازار کې شوې ده.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش امریکا غږ ته وویل چې چسپکي ماین د دغه ولایت د علماو شورا د رئیس مولوي میروس کریمي په موټر پسې نښلول شوی و او په موټر کې پنځته ناست کسان وژل شوي.

هغه وویل چې د چاودنې زیات قربانیان د دغه ولایت دیني علماء دي.

د کاپيسا د پولیسو د ویاند په وینا په چاودنه کې د دغه ولایت د علماو رئیس مولوي میرویس برسیرن ټپي شوی دی.

د نوموړي په خبره د چاودنې نور ټپیان عام خلک او دوکاندارن دي چې په وینا یې روغتون ته انتقال شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG