د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې بمي برید څلور پولیس وژلي


عکس ارشیف - په کویټه ښار کې یو بمي برید
عکس ارشیف - په کویټه ښار کې یو بمي برید

د پاکستان پولیس وایي د کویټې په ښار کې د امنیتي قواو یو موټر د سړک د غاړې پر یو بم ختلی او څلور تنه په کې وژل شوي دي.

د کویټې ښار د پولیسو مشر عبدالرزاق چیما وایي د سه شنبې ورځې (جولای ٣٠) په پیښه کې ٢٦ تنه ټپیان شوي هم دي.

د هغه په وینا ددغه برید هدف پولیس وو.

سمدستي هیڅ کوم چا او یا ډلې ددې برید پړه نده منلې.

د کویټې ښار د بلوچشتان ایالت مرکز دی چې کله نا کله په کې دا ډول پیښې کیږي.

په بلوچستان کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي ددې ایالت طبیعي زیرمې خپل حق گڼي او پدې ایالت کې واکمني غواړي.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سربیره په بلوچستان کې نورې اسلامپاله ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG