د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا صدراعظمې خپله استعفا اعلان کړه


د بریتانیا صدراعظمه تریزا می
د بریتانیا صدراعظمه تریزا می

د بریتانیا صدراعظمې تریزا می د خپل مقام او همداشان د بریتانیا د محافظه کاره گوند له مشرۍ نه خپله استعفا اعلان کړله.

د یوې اعلامیې له مخې د بریتانیا د محافظه کاره گوند د مشرې په توگه د میرمن می د کار وروستۍ ورځ د جون د میاشتې اومه ټاکل شوې ده، خو ویل شوي دي چې د بریتانیا د نوي صدراعظم تر ټاکلو پورې به د سرپرستې په توگه دغه دندې ته دوام ورکړي.

د بریتانیا د نوي صدراعظم ټاکل څو اونۍ وخت نیسي.

د میرمن می د گوښه کیدو تصمیم د هغې د خپل گوند د مخ په زیاتیدونکي فشار په نتیجه کې اعلانیږي چې د اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا د ایستلو په چارو کې یې د هغې پر ناکامۍ انتقاد کوي.

د محافظه کار گوند له مشرۍ نه د میرمن می گوښه کیدل ددې مقام د نیولو لپاره ددغه گوند د غړو ترمنځ یوه نوې سیالي پیدا کوي چې په هغې کې به ددې گوند ټول وکیلان د سیالۍ چانس ولري.

د لومړنیو شواهدو له مخې د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن چې د اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو یا "برگزیت" سخت ملاتړی دی ددې مقام د نیولو لپاره د نورو نه وړاندې دی.

ټاکل شوې چې بریتانیا د روان کال د اکتوبر په ٣١ د اروپایي اتحادیې نه ووځي، خو تر اوسه ددې هیواد پارلمان د مشخصو شرایطو پر سر موافقه نده کړې.

XS
SM
MD
LG