د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ټرمپ د امریکا په کانګریس د برید په قضیه کې تورن کیدی شی؟


د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو مجلس یوې ځانګړې ډلې د کانګریس په ماڼۍ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو پر وخت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله ۸ استماعیه غونډه وکړلې.

پدې غونډو کې ښاغلي ټرمپ ته نږدې کسان، د هغه د وخت حکومتي چارواکي او ځیني کسان چې په بلوا کې یې برخه اخیستې وه، د پوښتنو لپاره کانګریس ته ور بلل شوي و.

خو د دې ټولو غونډو او هلو ځلو څخه وروسته اوس په واشنګټن کې دا پوښتنه ده چې آیا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې اوس یې عمر ۶۹ کاله دی او ښایي په ۲۰۲۴ کال کې بیا د جمهوري ریاست د مقام لپاره ځان کاندید کړي، تورن کیدلی شي که نه؟
سره لدې چې پدې هکله وروستۍ پریکړه به د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلانډ کوي خو د استازو مجلس غړیو پدې ۸ غونډو کې د ښاغلي ګارلانډ ددې درندې پریکړې کار یو څه آسان کړی.

د دې غونډو په نتیجه ګیرۍ کې ویل شوي چې "ټرمپ پدې خبر و چې انتخابات یې بایللي، سلاکارانو یې هم ورته دا خبر کړې وه او حقوقي هلو ځلو یې هم نتیجه نه ورکوله خو هغه بیا هم پدې ټینګار کاوه چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې".

د کانګریس غړیو دا هم موندلې چې ښاغلي ټرمپ د جورجیا په ایالت کې د انتخاباتو په اړوندو مسؤلینو فشار راوړی و چې "د دې ایالت د ګټلو لپاره ورته رایې پیدا کړي او آن دا چې د خپل مرستیال جمهور رئیس مایک پنس څخه یې غوښتي و چې د کانګریس لخوا د انتخاباتو نتیجه دې هم نه تصدیقوي".

د استازو د مجلس غړیو پدې اتو استمایه غونډو کې دا هم ویلي چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پداسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په ۶ مې نیټې د کانګریس غړیو د انتخاباتو نتایج تصدیقول، د سپينۍ ماڼۍ سره نږدې په غونډې کې د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د "د دوزخ په شان جګړه وکړي".

د کانګریس غړیو ویلي پداسې حال کې چې د ښاغلي ټرمپ پلویانو د کانګریس په ماڼۍ برید کړی و، هغه د دریو ساعتونو لپاره په سپینې ماڼۍ کې ناست و او تلویزیون یې کاته.

د حقوقي چارو کارپوهان چې د متحده ایالاتو په قوانینو پوهیږي پدې باور دي چې ښایي مخکنی جمهور رئیس په دوو مواردو کې تورن شي. یو یې د انتخاباتو د نتایجو د بدلولو لپاره د "متحده ایالاتو د تیر ایستلو لپاره دسیسه" او بل یې مورد یې په کانګریس د برید له کبله د یو رسمي غونډې مخه نیول" دي.

د ښاغلي ټرمپ سلګونه پلویان چې د جنوري د ۶مې په قضیې کې نیول شوي همدا د "رسمي غوندي د مخنیوي" تورونه پرې لګیدلي او بندیان دي.

خو بل پلو بیا ځیني کارپوهان پدې باور هم دی چې په یو بې ساري اقدام کې د مخکني جمهور رئیس محاکمه کول د حقوقي عواقبو تر څنګ ښایي په متحده ایالاتو کې د "سیاسي زلزلې" د راتګ سبب شي.
د امریکا د پخواني جمهور رئیس جوراک ډبلیو بوش د حکومت د لوی څارنوال مرستیال جیک ګولډ سمیت وایي چې د "برحال جمهور رئیس د پخواني او راتلونکي سیاسي مخالف تورنول ښایي دا سې ناوړه پیښه وي چې ښایي ملت به ترې ژر خلاص نشي"
ښاغلي ګولډ سمیت په یوې مقالې کې چې د نیو یارک ټایمز په ورځپاڼې کې خپره شوې لیکلي چې ښایي ډیری دا ډول کړنه "سیاسي غچ اخیستنه" وبولي.


خو پخپله مخکني جمهور رئیس ټرمپ بیا د کانګریس د استازو د مجلس د غونډې د "کانګرو محکمه" بللې او په یوې اعلامیې کې ۱۲ پاڼې لري ښاغلي ټرمپ ویلي چې د استازو د مجلس دا کمیټه په "عدالت ملنډې وهي".

XS
SM
MD
LG