د لاس رسي وړ اتصالات

د مظاهرو له کبله د امریکا او کاناډا تر منځ تر ټولو مصروف پل لا هم بند دی


پداسې حال کې چې په کاناډا کې چارواکو مظاهره چیانو ته د زنداني کیدو او جریمه کیدو ګواښونه کړي او یو قاضي مظاهره چیانو ته امر کړی چې د کاناډا او امریکا ترمنځ تر ټولو په مصروف پله کې دې مظاهرې پای ته ورسوي، خو تر سلو ډیر مظاهره چیان نن شنبه فبروري ۱۲ (سلوغلې ۲۳) لا هم دا پول بند کړی او ګڼ شمیر موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

ټاکل شوې نن د حکومت د کرونا ضد اقداماتو په خلاف نورې مظاهرې هم وشي او داسې ګمان کیږي چې د مظاهره چیانو ډیر پام د (Ambassador Bridge) پله ته اوښتی چې همدلته راټول شي.

مظاهره چیانو ددې پله به بندولو سره په کاناډا او متحده ایالاتو د موټرو جوړولو کار ځنډولی.

د آنټوریو حکومت د جمعې په ورځ پدې ولایت کې اضطراري حالت اعلان کړ او مظاهره چیانو ته یې ګواښ کړی که سیمه پرې نږدي، جریمه او بندي به شي.

مظاهرې چې د "آزادۍ کاروان" نوم ورکړل شوی یو شمیر لارۍ چلوونکو په پایتخت اوټاوا کې پیل کړی و او نن یې شپاړسمه ورځ ده.

په امریکا کې د موټر جوړولو دویم ستر شرکت (Ford) ویلي چې د اوهایو په ایالت کې یې په موقتي توګه د موټرو جوړول بند کړي او دوو نورو شرکتونو جنرال موټرز او ټویوټا هم ویلي چې تولید یې کم کړی.

په کاناډا کې سیاسي مخالفینو په صدراعظم جسټن ټروډو فشار راوړی چې د مظاهرو په پای ته رسولو کې دې مداخله وکړي پداسې حال کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د ښاغلي ټروډو څخه غوښتي چې د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د فدرالي صلاحیت څخه کار واخلي،

ښاغلي بایډن او ښاغلي ټروډو د جمعې په ورځ د ستونزې په هکله په ټیلیفون کې خبرې کړي او د کاناډا صدراعظم ویلي چې د مظاهرو د پای ته رسولو لپاره د ټولو امکاناتو څخه کار اخیستل کیدی شي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې مظاهرو عواقب مخ په جدي کیدو دي.

XS
SM
MD
LG