د لاس رسي وړ اتصالات

ویست: افغان دیني‌عالمانو او افغانانو د خپلو لوڼو د حقونو لپاره غږ اوچت کړی


د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویست
د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویست

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست د افغان میرمنو په اړه د طالبانو د حکومت ورستۍ لارښوونې وغندلې او وویل چې افغان دیني عالمانو او نورو د خپلو خویند او لوڼو د حقونو لپاره غږ اوچت کړی.

ښاغلي ویست وویل چې د طالبانو پرېکړې د تعلیم، کار، سیاست او نورو برخو کې د افغان ښځو مشارکت محدودوي او ویې غنده. هغه وویل چې عادي افغانانو، دیني عالمانو او نورو هم د طالبانو دا پرېکړې غندلې.

د طالبانو حکومت په تازه پرېکړې کې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض» بللي او ګواښ کړی کومو ښځو چې د دوی حکم ونه مانه، نارینوو ته به یې سزا ورکړل شي. نن په کابل کې د دغې پرېکړې په ضد ښځو مظاهره کړې وه.

ملګرو ملتونو او نورو ډېرو سازمانونو دا پرېکړه غندلې ده. طالبانو همدغه راز د نجونو ثانوي ښوونځي هم تړلي دي.

له طالبانو سره تعامل

تام ویست وویل چې د مارچ د میاشتې راهېسې یې له طالب مشرانو سره مخامخ ملاقات نه دی کړی، خو په مارچ کې یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او معادنو له وزیرانو سره لیدلي وو.

هغه وویل چې د یو دپلومات په توګه یې دا دنده ده چې له طالبانو سره تعامل ولري. هغه په زغرده وویل چې «طالبان یې نه خوښېږي» خو دا د امریکا او افغانانو په ګټه ده چې له طالبانو سره د دپلوماسۍ له لارې تعامل وشي، مګر دا خبره یې وکړه چې لا د هغوی د رسمیت پېژندلو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه وویل چې امریکا له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده او په خبره یې نباید د طالبانو له کبله میلیونونه افغانان زیانمن شي. نوموړي وویل چې په قطر کې هم د امریکا یوه ډله شته چې د طالبانو له یو مشر «سهیل شاهین» سره په روانو مسائیلو خبرې کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول، خپل حکومت یې اعلان کړ چې لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي. ښاغلي ویست وویل چې د طالبانو غوښتنه دا د چې روابط له نړۍ سره عادي شي، په رسمیت وپېژندل شي، ملګرو ملتونو کې یې استازی ومنل شي او په مشرانو یې بندیزونه لېرې شي.

افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې

تامس ویست د سه شنبې په ورځ مۍ لسمه (غوايي ۲۰) په واشنګټن کې د «افغان-امریکايي بنسټ» له لوري یوې غونډې ته چې حضوري او انلاین میلمانه ورته بلل شوي وو، خبرې کولې.

له ښاغلي ویسټ څخه دا پوښتنه هم وشوه چې څه فکر کوي چې افغانستان به پنځه کاله وروسته څنګه او چېرې وي؟ هغه دوې فرضیې وښودلې.

یوه فرضیه یې دا وښوده چې ښایي افغانستان تر اوسني وضعیت ښه وي او یو داسې نظام ولري چې هر افغان په کې خپل ځان وویني.

دویمه فرضیه یې دا وښوده، که طالبان له موجوده فرصت څخه پوره استفاده ونکړي، ممکن د هغه په خبره افغانستان له یوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه له پنجشیر څخه د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ د جګړو راپورونه خپاره شوي دي او د یو شمېر طالبانو د وژل کېدو ادعاوې هم شوې دي.

د افغانستان بانکي نظام

ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل هڅه کوي چې د افغانستان مالي او اقتصادي سیتسم بېرته په خپلو پښو ودرېږي او د دې کار لپاره دوی له افغانانو سره مرستې کوي.

د افغانستان د شاوخوا نهو میلیون ګنګل شویو شتمنیو په اړه یې وویل چې نیمايي يې په نیویارک کې دي چې د محکمې له پرېکړې وروسته به یې برخلیک څرګند شي. ت

ر دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي وو چې د دغو پېسو نیمايي به یې له افغانانو سره په بشري مرستو ولګول شي. د طالبانو حکومت، پاکستان او چین د دغو پېسو پرېښودل غواړي. ښاغلي ویست وویل چې د افغانستان د بانکي سیتسم د بیا جوړېدو لپاره له افغانانو سره مالي مرستې کوي او دا مرستې روانې دي.

د انتقال بهیر

نوموړي وویل چې طالبانو ورسره له افغانستان څخه د وتونکو افغانانو په اړه خپله ژمنه عملي کړې ده. وايي هغوی ویلي وو چې اسناد لرونکو افغانانو ته به اجازه ورکړي چې له افغانستان څخه ووځي او په دې برخه کې یې خپله ژمنه عملي کړې ده.

ده مشخص ونه ویل چې دا مهال څومره افغانان په افغانستان کې شته چې غواړي امریکا ته انتقال کړل شي. امریکایي چارواکي وايي د مخکني حکومت له سقوط را وروسته شاوخوا ۸۰زره افغانان یې امریکا ته انتقال کړي دي. په دوی کې یې د حکومت مامورین، سرتېري، خبریالان، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران او نور شامل دي.

تامس ویست خپلې خبرې په پښتو پای ته ورسولې او ویې ویل چې په کونړ کې د بیا رغونې د ډلې مشر و. هغه په پښتو کې هم په خپلو خبرو کې دا هیله څرګنده کړه چې افغانان داسې حکومت ولري چې هر افغان په کې خپل ځان وویني.

XS
SM
MD
LG