د لاس رسي وړ اتصالات

عرب هېوادونه طالبانو ته: ښځې باید کار او تعلیم وکړای شي 


د طالبانو استازي د خلیج هېوادونو له استازو سره په غونډه کې
د طالبانو استازي د خلیج هېوادونو له استازو سره په غونډه کې

د خلیج هېوادونو استازو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په تعلیم او کار کولو تاکید کړی دی.

ښاغلي متقي‌ تېره ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه۲۴) په قطر کې د «خلیج د همکاریو شورا» د غړو هېوادونو له استازو سره لیدلي ‌دي. ټاکل شوې چې هغه به په خپل دغه سفر کې د اروپايي هېوادونو له ځینو استازو سره هم وویني.

طالبانو د بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو له استازو سره د امیر خان متقي او نورو تصویرونه هم په ټویټر کې خپاره کړي. خو دپلوماتان وايي‌ چې په خبرو کې یې کومه ژمنه ونکړه.

د «خلیج د همکاریو شورا» په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې استازو له افغانستان سره د «بېړنیو بشري مرستو» په کولو ټېنګار وکړ. دا مهال افغانستان کې لوږه، بې وزلي او بیکاري زیاته شوې او دا هېواد له یو لوی بشري کړکیچ سره مخامخ دی.

اعلامیه وايي چې په خبرو کې دا یادونه هم وشوه چې د افغانستان په چارو کې باید «لاسوهنه ونشي»، خو استازو په افغانستان کې د ملي پخلاینې په یو داسې پلان «تاکید» وکړ چې «د ټولنې د ټولو اړخونو ګټې په پام کې ونیسي او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون، اساسي حقونو او ازادۍ ته درناوی» وشي.

په دغه ملاقات کې دا اندېښنه هم وښودل شوه چې «ښايی ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې څخه په نورو هېوادونو بریدونه» وکړي او افغانستان باید د نشه يي توکو د ناقانونه تجارت لپاره استثمار نشي.

طالبان ټېنګار کوي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له دغه ملاقات وروسته کومه تبصره نه ده کړې.

نړیواله ټولنه ټېنګار کوي باید دا ډله د بشر، نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي‌ او د نورو مسائیلو تر څنګ دې همه شمول حکومت هم جوړ کړي.

طالبان وايي حکومت یې همه شمول دی او د «اسلام په چوکاټ» د بشر او ښځو حقونو ته درناوی کوي. طالبان د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه بیا واک ته ورسېدل خو تر دې دمه نړۍ د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

XS
SM
MD
LG