د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو کاناډا کې د سیکانو د مشر د قتل په قضیې کې څلورم کس هم ونیوه


پولیسو تیره میاشت درې تنه د هردیپ سینګ نیجار د قتل په قضیې کې نیولي و.
پولیسو تیره میاشت درې تنه د هردیپ سینګ نیجار د قتل په قضیې کې نیولي و.

په کاناډا کې پولیسو ویلي چې د سیکانو د یو بلیتون غوښتونکي مشر د قتل په قضیې کې چې د هند – کاناډا په دیپلوماتیکو اړیکو یې اغیز کړی، څلورم مشکوک شخص هم نیولی.

د پولیسو د قتل پلټنو څانګې ټیم شنبه مې ۱۱ (غوایي ۲۲) ویلي چې څلورم نیول شوی شخص امندیپ سینګ نومیږي، ۲۲ کاله عمر لري او د سیکانو د مشر هردیپ سینګ نیجار د قتل په قضیې کې د لومړۍ درجې قتل او د قتل جوړولو دسیسې جوړولو په تور تورن شوی.

امندیپ سینګ چې اصلي هیواد یې هند دی، د وسلو لرلو په یوې قضیې کې وار د مخه پولیسو نیولی او بندي دی.

نیجار چې د کاناډا تابعیت یې درلود د بریټیش کولمبیا د سري په ښار کې د سیکانو معبد مخې ته په ډزو ووژل شول. هغه ۴۵ کلن و.

د نیجار سینګ پلویان وایي هغه په هند کې د سیکانو د خالصتان په نامه د خپلواک ایالت د جوړیدو لپاره مبارزه کوله. نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي.

د سیکانو د ټولنې وژل شوي مشر د خالصتان جوړیدو لپاره مبارزه کوله چې د هند شمالي برخې او د پاکستان یوه برخه پکې راځي. د هند حکومت بیا په نیجار تور لګاوه چې په هند کې دننه یې د ترهګرۍ بریدونه کړي خو هغه دا تورونه رد کړي و.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، د دې پيښې څخه درې میاشتې وروسته ویلي و چې "باوري ادعاګانې" شته دي چې د نیجار په وژنه کې د هند حکومت لاس لري، خو د هند حکومت دا خبره "بې بنسټه" بللې او دا تورونه یې رد کړیدي.

د کاناډا د سیکانو نړیوال سازمان چې یوه غیر انتفاعي ټولنه او په کاناډا کې د سیکانو د ګټو دفاع کوي وایي چې نیجار دا تورونه رد کړي وو.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سکهانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

هند اندیښنه لري چې په کاناډا کې د خالصتان پلوه سیاسي فعالیتونه به په هند کې دننه خوځښتونو ته وده ورکړي. د مودي حکومت تل له کاناډا څخه غوښتي چې د خالستان پلوه بېلتون غوښتونکي وځپي.

د ۲۰۲۱ م کال د احصايې له مخې، کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه سلنه کیږي.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې بېلتونپالنه او د خالستان ایالت د رامنځته کولو مبارزه په هند کې د خونړي بغاوت لامل شوه چې په کې د لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو دا غورځنګ اوس په پنجاب کې لږ ملاتړ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG