د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند د استخباراتو یو مامور د یو سیک مشر د وژلو په پلان کولو تورن کړ


ګورپاتوانت سینګ د سیکانو لپاره خپلواک هېواد غواړي
ګورپاتوانت سینګ د سیکانو لپاره خپلواک هېواد غواړي

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د هغه کس په اړه تورونه ښکاره کړل، چې د چارواکو په وینا غوښتل یې د هند د یو مقام تر لارښوونې لاندې په امریکا کې یو بیلتون غوښتونکی سیک مشر ووژني.

د هند د استخباراتو د دغه ۵۲ کلن مامور نوم نکهیل ګوپتا ښودل شوی او څارنوالانو د امریکا په خاوره کې د یو سک مشر د وژلو په توطیې کې د برخې اخیستلو له کبله تورن کړی دی.

څارنوالانو ویلي‌دي چې دغه هندي مقام ګوپتا ته وار د مخه ۱۵۰۰۰ ډالر ورکړي وو او ژمنه یې کړې وه چې د سیک مشر له وژلو وروسته به ۱۰۰زره نور ډالر هم ورکوي.

امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه کس د جون په ۳۰ نېټه نیول شوی، تر دغې نېټې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د هند صدراعظم نرېندرا مودي واشنګتن ته په رسمي سفر راغلی و.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې په اساس، ګوپتا د «یو هندي الاصل امریکايي د وژلو په ناکام پلان کې په برخې اخیستو تورن» دی. اعلامیه وايي د ګوپتا هدف دا و چې «د هند حکومت یو فعال منتقد، چې په امریکا کې د یوې ټولنې، چې د پنجاب د جلا کېدو ننګه کوي، مشر دی، ووژني».

امریکايي څارنوالان ویلي‌دي چې دغه هندي مقام ګوپتا ته وار د مخه ۱۵۰۰۰ ډالر ورکړي وو او ژمنه یې کړې وه چې د سیک مشر له وژلو وروسته به ۱۰۰زره نور ډالر هم ورکوي.

«Financial Times» تېره اوونۍ د دغې مسئلې په اړه راپور ورکړی و، د ګوپتا هدف «د امریکايی کاناډايي وګړي ګورپاتوانت سینګ پانون» و. دی د «خالصتان» په نوم د سیک بیلتون غوښتونکو د یوې ډلې غړی دی. له دغه راپور څخه وروسته سپېنې ماڼۍ وویل چې دا مسئله یې «تر جدي غور» لاندې ده او د هند له حکومت سره یې شریکه کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیې کې همدغه راز راغلي دي، چې د هند حکومت یوې نامعلومې ایجنسۍ یو مامور چې «ځان فیلډ افسر معرفي کوي چې د امنیت مدیریت او استخباراتو مسئول» دی، ګوپتا ګمارلی و چې د سیک ټولنې دغه مشر ووژني.

ګوپتا چې په هند کې اوسېږي، تېره میاشت د چیک په جمهوریت کې کې ونیول شو.

د ګورپاتوانت سینګ پانون د وژلو د دسیسې خبره پداسې حال کې کیږي، چې دوه میاشتې مخکې کاناډا د یو بل سیک بیلتون غوښتونکي د وژلو پړه د هندي استخباراتو پر غاړه اچولې ده، ۴۵ کلن هردیپ سینګ نیجار چې په هند کې د سیکانو لپاره د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله، د جولای په میاشت کې د کاناډا په برېتېش کولمبیا کې د سیکانو له یو عبادتځای څخه تر وتلو وروسته په ډزو ووژل شو. د هند حکومت هغه یو "ترهګر" باله.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، له یادې پيښې څخه درې میاشتې وروسته، وویل چې "باوري ادعاګانې" شته دي چې د نیجار په وژنه کې د هند حکومت لاس لري، خو د هند حکومت دا خبره "بې بنسټه" بللې ده. هند دا تور ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG