د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د سیکانو د مذهبي مشر د قتل په قضیې کې درې تنه نیول شوي


هاردیپ سینګ نیجارد ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د همدې معبد په مخکې ووژل شو.
هاردیپ سینګ نیجارد ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د همدې معبد په مخکې ووژل شو.

پولیسو په کاناډا کې د جمعې په ورځ مې درېیمه (غوایي ۱۴) د سیکانو بلیتون غوښتونکي مشر هارديب سینګ نیجار د قتل په قضیې کې درې تنه په رسمي توګه تورن کړل چې تیر کال د جون په میاشت کې د بریټیش کولمبیا په ولایت کې وژل شوی و.

نیجار چې د کاناډا تابعیت یې درلود د بریټیش کولمبیا د سري په ښار کې د سیکانو معبد مخې ته په ډزو ووژل شول. هغه ۴۵ کلن و.

په کاناډا کې مطبوعاتو ویلي چې درې واړه کسان چې د سیکانو ددې مذهبي مشر د قتل په قضیې کې تورن شویدي، د هند اتباع دي خو دا یې ندي ویلي چې آیا دا کسان د هند د حکومت مامورین که کاناډا ته را کډه شوي هندي کډوال دي.

د کاناډا په پایتخت اوټاوا کې د هند سیاسي استازولۍ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې. کاناډا بیا له هند څو ځله پدې قضیې کې د پلټنو سره د همکارۍ کولو غوښتنه کړې.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر ډامنیک ليبلانس بیا په خبري کنفرانس کې په مستقیمه توګه د دې دریو کسانو د نیول کیدو خبر تائید نکړ خو دومره یې وویل چې د نیجار قتل لا هم د پولیسو لپاره روان عملیات دي.

د کاناډا خپرونې ادارې بیا تر دې وړاندې د یوې سرچینې په حوالې ویلي و چې پلټونکو د سیکانو دې مذهبي مشر د قتل په تور یو مشکوک شخص په نښه کړی و او په پرله پسې توګه تر نظارت لاندې و.

د نیجار سینګ پلویان وایي هغه په هند کې د سیکانو د خالصتان په نامه د خپلواک ایالت د جوړیدو لپاره مبارزه کوله. نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي.

د سیکانو د ټولنې وژل شوي مشر د خالصتان جوړیدو لپاره مبارزه کوله چې د هند شمالي برخې او د پاکستان یوه برخه پکې راځي. د هند حکومت بیا په نیجار تور لګاوه چې په هند کې دننه یې د ترهګرۍ بریدونه کړي خو هغه دا تورونه رد کړي و.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، د دې پيښې څخه درې میاشتې وروسته ویلي و چې "باوري ادعاګانې" شته دي چې د نیجار په وژنه کې د هند حکومت لاس لري، خو د هند حکومت دا خبره "بې بنسټه" بللې او دا تورونه یې رد کړیدي.

د کاناډا د سیکانو نړیوال سازمان چې یوه غیر انتفاعي ټولنه او په کاناډا کې د سیکانو د ګټو دفاع کوي وایي چې نیجار دا تورونه رد کړي وو.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سکهانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

هند اندیښنه لري چې په کاناډا کې د خالصتان پلوه سیاسي فعالیتونه به په هند کې دننه خوځښتونو ته وده ورکړي. د مودي حکومت تل له کاناډا څخه غوښتي چې د خالستان پلوه بېلتون غوښتونکي وځپي.

د ۲۰۲۱ م کال د احصايې له مخې، کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه سلنه کیږي.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې بېلتونپالنه او د خالستان ایالت د رامنځته کولو مبارزه په هند کې د خونړي بغاوت لامل شوه چې په کې د لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو دا غورځنګ اوس په پنجاب کې لږ ملاتړ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG