د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې موټر بمب چاودنې د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس وژلی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د هلمند ولایت د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس سید محمود سادات په موټر بم چاودنه کې وژل شوی دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په نننۍ چاودنه کې د نوموړي وژل کېدل تائید کړي دي.

چاودنه نن سهار مارچ ۶ (کب۱۶) څه باندي ۹ بجې د لښکرګاه په ښار کې د «ژر شېشک» سیمې ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې یاد نه کړ.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې د هلمند ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ پر رئیس سید محمود اغا سادات موټر بم چاودنه غندلې او د هغه د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده.

لویه څارنوالي وایي چې سید محمود اغا سادات تر لسو کالو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې دنده تر سره کړې وه.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل: "په پېښه کې سید محمود سادات او دهغه دوه ساتونکي وژل شوي او ځيني نور ملکي کسان ټپیان شوي."

په لښکرګاه ښار کې د ایمرجنسي روغتون د پېښي د وروړل شویو قربانیانو ليست خپور کړی. په لست کې ویل شوي د یوې مېرمني په ګډون اته ملکيان ټپیان دي او دوه نور وژل شوي. د وژل شویو هویت یې نه دی ښکاره کړی.

د دغه بریدمسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG