د لاس رسي وړ اتصالات

د مالي سرچینو کمښت؛ طالبانو د افغانستان د کانونو کیندنې ته مخه کړې ده


د ننګرهار د ګوشتې په غرونو کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده.
د ننګرهار د ګوشتې په غرونو کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده.

د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.

طالبانو داخلي او بهرني پانګوال د افغانستان د کانونو کیندلو ته هڅولي ترڅو له دې لارې عاید ولري خو کارپوهانو په دې برخه کې د بیړې کولو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په سروې ګانو کې د افغانستان د یاقوتو، زمردو، مرمرو، سرو زرو او لیتیمو د زیرمو ارزښت یو ټریلیون ډالر تخمین کړی دی.

که څه هم د څو لسیزو ناامنیو له کبله په افغانستان کې د کانونو کیندنه ځنډېدلې ده، خو رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې شاوخوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو د کیندنې شاوخوا ۲۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي دي. زیاتره دغه قراردادونه له محلي شرکتونو سره شوي دي.

د طالبانو د حکومت د معدنونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان فرانس پرس ته وویل: "موږ غواړو چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي ځو ځینې خنډونه شته... موږ کارپوهان، زیربنا او کافي معلومات نلرو."

همایون افغان ویلي چې د طالبانو حکومت "ټولو پانګه والو ته په ځانګړي ډول هغه چې د کانونو د کیندنې په برخه کې تجربه لري، ښه راغلاست وايي."

زیاتره دا قراردادونه د کانونو د لټون په برخه کې دي چې کیدی شي کلونه وخت ونیسي او ډیر عاید ورڅخه نه ترلاسه کیږي او کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کانونو بې نظمه کیندنې ښايي د ژوند چاپیریال له خطرونو سره مخامخ کړي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ډبرو سکرو، شوکاڼي او کرومایټ په تولید کې "د پام وړ زیاتولی" راغلی دی.

چارواکو د هغو قیمتي ډبرو د کانونو کیندنې ته لومړیتوب ورکړی چې ارزښت یې کیدای شي په بازارونو کې د وخت په تیرېدو سره کم شي، خو په نړیوال مارکیټ کې د لیتیم او نورو قیمتي ډبرو ارزښت کیدای شي نور هم زیات شي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت په منظم ډول خپلو سفارتونو ته د ارزښتناکو کانونو لیستونه لیږي ترڅو بهرني شرکتونه په دې برخه کې پانګه اچونې ته وهڅوي.

نړیوال بانک وايي ددې کار په نتیجه کې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د کانونو کیندنه ۶.۹ سلنه زیاته شوي او ورسره د صنعت د برخې عایدات ۲.۶ سلنه لوړ شوي دي.

د طالبانو حکومت د دسمبر میاشتې په یو راپور کې ویلي چې د پیسو د کمښت د پوره کولو لپاره یې د کوچنیو کانونو د کیندنې ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي دي خو کارونه یې لا تراوسه ندي پیل شوي.

د کانونو د چارو کارپوه جاوید نوراني په دې باور دي چې چارواکو "له خپل ظرفیت څخه څه ناڅه لس چنده زیات" د کانونو د کیندنې قراردادونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې امنیت

طالبانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو د ملاتړ لرونکي حکومت په خلاف د دوو لسیزو جګړو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پایله کې بیا واک ترلاسه کړ.

زیاتره بهرني پانګه اچوونکي له افغانستان څخه وتلي دي، خو د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او سرکونه د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي دي.

زیاتره د طالبانو د حکومت سره د تماس لرلو څخه وېره لري، ځکه چې دغه حکومت لا تراوسه د هیڅ کوم هېواد له لورې په رسمیت ندی پېژندل شوی او د لویدیځ تر بندیزونو لاندې دی.

خو د چین، ایران، ازبیکستان او قطر په څېر ځینو هېوادونو له کابل سره ډیپلوماتیک تعامل ساتلی دی چې بیجینګ په دې برخه کې تر نورو وړاندې دی.

همایون افغان وویل: "هغه پانګه اچوونکي چې زموږ سره په تماس کې کیږي، لومړی همدا خبره کوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او دوی اوس غواړي چې پانګه اچوونه وکړي." د طالبانو د حکومت دغه ویاند وايي چې د ۲۰۲۱ راهیسې د کانونو په برخه کې شاوخوا ۱۵۰ زره کاري فرصتونه برابر شوي دي.

په افغانستان کې د امنیت د ښه کېدو سره سره، په دغه هېواد کې وخت په وخت پر بهرنیانو باندې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي چې د اسلامي دولت (داعش) د زیاتره دغو بریدونو مسئولیت اخیستی دی. د کانونو د کیندنې د برخې یو چینايي کارکوونکی د جنوري په میاشت کې د تخار په ولایت کې ووژل شو.

د کابل په جنوب کې د لوګر ولایت مس عینک د نړۍ په کچه د مسو دوهم ترټولو ستر کان دی. د طالبانو حکومت د چین د حکومتي شرکت (ایم سي سي) سره ددغه کان د کیندنې لپاره په ۲۰۰۸ کې لاسلیک شوی قرارداد له سره لاسلیک کړ.

همایون افغان وايي له چین سره د مسو او سرو زرو د کانونو د کیندنې د درې نور سترو پروژو قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده.

په ګوشته کې له کانونو څخه ترلاسه کېدونکې د نفرایټ شنې قیمتي ډبرې د زیوراتو په جوړولو کې کارول کیږي. په دغه ولسوالۍ کې د کان شریک حبیب الرحمن کامه‌وال وايي له طالبانو وړاندې یې د کانونو په برخه کې پانګونه نه وه کړې خو اوس خوښ دی چې کار یې وده کوي او زیاتوي چې "زموږ زیاتره نفرایټ چین ته ځي."

په بریتانیا کې "د معلوماتو د مقاومت مرکز" په وینا، یوازې ۱۴ د کانونو د کیندنې شرکتونو چې اوس مهال په افغانستان کې فعال دي، د تیر حکومت په وخت کې هم فعالیت کاوه. دغه مرکز وايي: "دا ښيي چې په افغانستان کې د کانونو د کیندنې په سکتور کې نوي شرکتونه فعال شوي دي."

د طالبانو حکومت د ځینو دغو شرکتونو د ونډو د اخیستلو او امتیازاتو راټولولو له لارې ګټه پورته کوي خو په دې برخه کې یې د خپلو عوایدو د ارقامو له ښودلو څخه ډډه کړې ده

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونو عمومي رئیس شیرباز کمین زاده وايي پانګه اچوونکي "خپلې ګټې ته ګوري" او نړیوال بندیزونه له پامه غورځوي. هغه وايي، په داسې هېوادونو کې چې سخت قوانین لري، "د کان کیندنه پیلول میلیاردونه ډالر لګښت غواړي."

د کانونو د برخې کارپوه ډیویډ چیمبرز وویل: "د افغانستان په څیر ځای کې، چیرې چې د کانونو په برخه کې خورا لږه تجربه لري او د کانونو لپاره ډیر لږ مقررات شته، دا وضعیت د شرکتونو په ګټه دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG