د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ اوربند او لیده کاته دوام لري


د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د مملې په سیمه کې افغان امنیتي منسوبین او طالب وسله والو په ګډه اختر لمانځي
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د مملې په سیمه کې افغان امنیتي منسوبین او طالب وسله والو په ګډه اختر لمانځي

د کوچني اختر په دوهمه ورځ (غبرګولی ۲۶ مه) چې د وسله والو طالبانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو سره د اعلان شوي اوربند دوهمه ورځ هم ده، د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د افغان حکومت سیمه ییزو چارواکو او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د ګډو غونډو او لیدو کتنو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

لږ ترلږه کابل، غزني، لوګر او د ننګرهار په ولایتونو کې د افغان حکومت چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته د طالبانو د استازو سره خپلې لیدنې کتنې تائید کړي دي.

په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر داسې تصویرونه او لنډې ویديوګانې خپرې شوي، چې په کې د کابل په ګډون په یو شمیرښارونو کې افغان امنیتي چارواکي طالب وسله والو سره د روغبړ او یا خبرو په حال کې لیدل کیږي.

په دغو ویديوګانو کې د کابل په میرویس میدان (کوټه سنګي) او خوشال خان مینه کې هم طالبان لیدل کیږي، چې د کابل ښار ته راننوتي د ښار په واټونو کې گرځي.

په کابل کې یو طالب وسله وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، سوله غواړي او کابل ښار ته د سولې له پیغام سره راغلی دی.

همداشان په یو تصویر کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم لیدل کیږي، چې د کابل ښار په یوه دروازه کې د یو شمیر طالب وسله والو سره روغبړ کوي.

نن د اختر په دوییمه ورځ په هلمند، ننګرهار، لغمان، لوګر او څو نورو ولایتونو کې والیانو او نورو ولایتي چارواکو د طالب وسله والو سره ګډې غونډې کړي دي.

تیره ورځ هم د کندز، هرات، لوګر، زابل له ولایتونو څخه د افغان حکومت د چارواکو او طالب وسله والو د غونډو خبرونه ورکړل شوي وو.

طالبانو لږ تر لږه امریکا غږ اشنا راډیو ته په لوګر کې د افغان حکومت له چارواکو سره د یو شمیر طالب وسله والو لیده کاته تائید کړي دي.

خو افغان حکومت په رسمي ډول د دغو لیدو کاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دمخه د افغانستان د دفاع وزارت او د کابل د پولیسو قوماندان ښارونو ته له وسلو پرته د طالب وسله والو د ننوتلو په اړه د حکومت پریکړه رسنیو سره په خبرو کې اعلان کړې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د اوربند څخه د پراخه ملاتړ له امله تمه لري، چې د دغې لیوالتیا څخه په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره کار واخلي.

ښاغلی مرتضوي وايي" له اوربند څخه د هیوادوالو بې ساری هرکلی دا ښيي، چې په افغانستان کې سوله په یوې ملي او جمعې غوښتنې بدله شوې، تمه لرو د هغه جمعې ملاتړ څخه، چې شته مونږ وکولی شو، په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته زمینه برابره کړو".

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د غځیدلو په برخه کې د افغانانو د غوښتنو سره سره د افغانستان د سیاسي چارو یو شمیرکارپوهان دا ګني، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دا روان اوربند به د اختر د درییمې شپې په ۱۲ بجو پای ته ورسیږي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت مامور او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د اوربند څخه جګړې ته د طالبانو د بیرته ستنیدلو یوه عمده علت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون مسله ده.

ښاغلي مژده وویل "دلیل دادی، چې طالبان له خپلې غوښتنې څخه، چې هغه امریکایانو سره د خبرو له غوښتنې تیر شوي نه دي او هغوی لا هم افغان حکومت یو بې صلاحیته حکومت ګڼي".

ټاکل شوې افغان امنیتي ځواکونه او وسله والو طالبان د یکشنبې په ورځ هم اوربند ټینګ وساتې.

د سولې د هڅو په لړ کې د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان چې د غوايي په ۲۳ یې پر پښو له لښکرګاه څخه پلی مزل پیل کړی وو نن د شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۶ مه) د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې د سولې د کاروان دا لاروایان به په میدان ښار کې د دمې وروسته کابل په لور حرکت ته دوام ورکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل له ښاریانو وغوښتل چې کابل ته په رسیدلو دې د سولې د کاروان غړو ته تود هرکلی ووایي.

XS
SM
MD
LG