د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله : د جنرال عبدالرازق قاتلان معلوم دي


اجرائیه رئیس عبدالله او ملګرو یې د پنجشنبې په ورځ کندهار ته د سفر پر مهال د جنرال عبدالرازق پر قبر د ګلونو ګیدۍ کیښودې.
اجرائیه رئیس عبدالله او ملګرو یې د پنجشنبې په ورځ کندهار ته د سفر پر مهال د جنرال عبدالرازق پر قبر د ګلونو ګیدۍ کیښودې.

اجرائیه رئیس عبدالله نن پنجشنبې په ورځ (لړم دریم) د یو پلاوي په مشرۍ،د جنرال عبدالرازق کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ولایت سفر کړی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله د عبدالرازق کورنۍ د غړو او د کندهار سپین ږیرو او مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان د مړینې وروسته کندهار ته ناوخته د دعا لپاره د ورتګ له امله بخښنه وغوښته او ویې ویل، چې هیله یې دا وه، چې د هغه جنازه یې په خپلو اوږو اوچته کړی وی.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل پر جنرال عبدالرازق باندې برید د افغانستان د دښمنانو له خوا شوی، چې د برید ځای او د برید نیت هم ورته څرګند دی.

اجرائیه رئیس پرته له دې، چې د کومې ډلې یا هیواد نوم واخلي پر جنرال عبدالرازق برید پر افغانستان برید وبله.

ښاغلي عبدالله وویل " یوه بله مسله تاسو ته وایم، تاسو ډاډ ولرئ، مونږ، چې هلته یو د دې قاتل د دغې پیښې څیړلو په هکله داسې سرسري کار نه دی، ځکه چې دا په افغانستان باندې یو تیری و، معلوم و، چې دښمنان یې څوک وو او پټنځای یې چیرې دی او څه غواړي".

اجرائیه رئیس عبدالله د کندهار له مخورو وغوښتل، چې پام ولري، چې د دې برید اصلي دښمن ورڅخه ورک نه شي.

عبدالله عبدالله وویل، چې پر جنرال عبدالرازق باندې د برید یو هدف په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو مخه نیول وو.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د راروانې شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د تلې په ۲۶ مه ورځ جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس د دغه ولایت د والي په دفتر کې په یو تروریستي برید کې ووژل شول او د کندهار والي او دوه امریکایي پوځي منسوبین او یو د ناتو کارکوونکی ټپیان شول.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ویلې دي، چې دا برید د دغې ډلې د یونفوذي وسله وال له خوا ترسره شوی دی.

د دغه برید وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډولې.

ټاکل شوې دا ټاکنې د شنبې په ورځ ترسره شي.

اجرائیه رئیس عبدالله سره په دې سفر کې د هغه دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او یو شمیر نورو چارواکو هم ملګرتیا کوله.

کندهار ته د اجرائیه رئیس عبدالله د ننني سفر وړاندې، جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د جنرال عبدالرازق د کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د سه شنبې په ورځ دغه ولایت ته سفر کړی وو.

جمهوررئیس غني کندهار ته د سفر پرمهال د دغه ولایت سپین ږیرو او مخورو ته په وینا کې وویل، چې د جنرال عبدالرازق د وژلو پلان په پاکستان کې ترتیب شوی وو.

ښاغلي غني له پاکستان څخه وغوښتل چې د جنرال رازق په وژلو کې ښکېل کسان دې افغانستان ته وسپاري.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي هم ویلي چې د جنرال رازق د وژلو پلان د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته جوړ شوی و.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو څرګندونې بې اساسه بللي او ویلي دي، چې افغان حکومت د خپلې ادعا په اړه کوم استخباراتي معلومات هم له دغه هیواد سره نه دي شریک کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG