د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیزونو له پیل سره کابل او واشنګټن پر چابهار غږیږي


د مرکزي او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ویلز له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي
د مرکزي او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ویلز له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له یوې جګپوړې امریکايي چارواکې سره پر ایران د بندیزونو په اړه وغږید.

د دوشنبې په ورځ پر ایران د متحدو ایالتونو د اقتصادي بندیزونو نوې لړۍ پیل کیږي. دغه بندیزونه چې د امریکايي چارواکو په وینا ډیر پراخ دي او د ایراني رژيم اساسي اقتصادي سرچینې په نښه کوي، د ایران د اټمي پروګرام،‌ نړیوالې ترهګرۍ او سیمیز امنیت په تړاو د واشنګټن او تهران د ژورو اختلافاتو څرګندوینه کوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې سملاسي اته هیوادونه به د دغو بندیزونو له محدودیتونو نسبي معافیت ولري، خو د دغو هیوادونه نومونه یې ندي څرګند کړي. د چین، هند او روسيې په ګډون، افغانستان هم له ایران سره پراخې اقتصادي اړیکې لري.‌

افغان حکومت چې له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې یې د ایران او امریکا تر منځ د بې پرې والي او ناپیلتوب تګلاره نیولې، اوس یې له امریکايي چارواکو سره د بندیزونو د محدویتونو په اړه خبرې پیل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو د وزارت له یوې جګپوړې چارواکې، الیز ویلز، سره د ایران د چابهار بندر په اړه خبرې وکړې.‌

د ولسمشر غني دفتر د دې خبرو تایید کړی خو د دغو خبرو په اړه یې ډیر معلومات ندي‌ خپاره کړي.‌

ایران د چابهار بندر تیرکال پدې تمه پرانیست چې د هند، افغانستان او مرکزي آسیايي هیوادونو تر منځ به سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پیاوړې او اسانه کړي.

افغانستان چې له ګاونډي پاکستان سره د ترانزیت ډیرې ستونزې لري او له کبله یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ډیره اغیزمنه شوې ده، د چابهار ته د یوه عمده اقتصادي بندر په سترګه ګوري.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړې چې پر دوي د امریکا بندیزونه به د سیمې او نړۍ امن او ثبات ته زیان ورسوي.‌

XS
SM
MD
LG