د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي له پاکستان سره به یې د اړیکو خرابولو توطیه ناکامه شي


دوی دواړو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې لیدلي
دوی دواړو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې لیدلي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي چې د بیجینګ-اسلام اباد د اړیکو د خرابولو هره توطیه به ناکامه شي.

ښاغلي يي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه.

رویټرز وايي هغه د پاکستان له نوي حکومت سره د خپل هېواد د ښو اړیکو ستاینه هم کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا ونه ویل چې څوک یا کوم هېواد د کابل-اسلام اباد د اړیکو د خرابولو هلې ځلې کوي.

هغه دا خبره هم وکړه چې دواړه هېوادونه باید د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز د پروژې په پلې کولو کې هلې ځلې وکړې.

چین ژمنه کړې ده چې د دغې پروژې د یوې برخې په توګه به د برېښنا د بندونو، لویو لارو د جوړولو، د اورګاډي د پټلۍ او نورو بیخ بنايي پروژو په لګولو کې به ۵۷ میلیارد ډالر لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یو وزیر د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز پر پروژې انتقاد کړی و او ویلي وو چې ددغې پروژې ډېره ګټه چین ته رسي.

XS
SM
MD
LG