د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: چین او امریکا د افغانستان په اړه متقابلې ګټې لري 


انټوني بلینکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
انټوني بلینکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د متحدو ایالتونو او چین د لوړ پوړیو دیپلوماتانو ترمنځ دوه ورځنۍ مخامخ او تندې خبرې پای ته ورسېدې.

دا د بایډن د حکومت له راتګ وروسته د امریکايي او چینايي چارواکو ترمنځ لومړي رسمي مذاکرات وو چې د امریکا د الاساکا د انچورایج په سیمه کې وشول.

په خبرو کې دواړو خواو پر یو بل کلک انتقادونه وکړل او تورونه یې ولګول. د خبرو په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې دا د هغه لپاره د تعجب خبره نه وه چې په ژینیانګ، تیبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو، د سایبري بریدونو او په تایوان باندې د فشار اچولو د مسائیلو له یادولو وروسته، چینايي دپلوماتانو «دفاعي ځوابونه» ورکړل.‌

چینايي چارواکو خبریالانو سره له خبرو کولو پرته له هوټل څخه ووتل. خو د چین یو لوړ پوړي دپلومات یانګ جیچي د چین «سي جي ټي‌ان» تلویزون ته ویلي دي چې خبرې رغوونکې وې مګر لا هم د دواړو خواو ترمنځ اختلافات شته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي بلینکن وویل چې له دومره خبرو سره سره بیا هم چین او امریکا د « ایران، شمالي کوریا، افغانستان او اقلیم د بدلون په اړه متقابلې ګټې لري. متحدو ایالتونو هغه څه چې باید کړي وای، ویې کړل.»

ښاغلي بلینکن په مشخص ډول ونه ویل چې په افغانستان کې د چین او امریکا متقابلې ګټې څه دي. چین له افغانستان سره سرحد لري.

امریکا د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې باید د مۍ په لومړۍ نیټه له افغانستان څخه ځواکونه وباسي.

خو امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر جوبایډن د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې د ځواکونو د پاتې کېدو په اړه فکر کوي.

XS
SM
MD
LG