د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین دپلوماتانو عام محضر کې پر یو بل کلک انتقادونه وکړل


دواړو خواو یو بل تورن کړل
دواړو خواو یو بل تورن کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو او چین د لوړ پوړیو دپلوماتانو ترمنځ د لوړې کچې خبرې تېره ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۸) پیل شوې او دواړو لوریو په کمساري او نادره توګه د یو بل پر تګلارو کلکې نیوکې وکړې چې د دوی ترمنځ د خرابو اړیکو ښکارندوی دي.

غونډه د الاساکا د انچورایج په سیمه کې وه. دا غونډه له جاپان او جنوبي کوریا سره د امریکایي چارواکو له ملاقات وروسته وشوه چې په کې ولیدل شو واشنګټن جدي دریځ لري او غواړي له بیجینګ څخه هم ښکاره خبرې واوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د رسنیو په مخکې وویل: « موږ د ژینیانګ، هانګ کانګ، تایوان، په متحدو ایالتونو باندې د سایبېري برید، زموږ پر متحدینو په اقتصادي فشار او نورو مسایلو په هکله د چین د اقدماتو په اړه پوښتنه کوو. دا اقدامات د قوانینو په اساس هغه نظم چې د نړۍ ثبات ساتي، ګواښوي.»

د ولسمشر بایډن حکومت په ښکاره وايي چې د چین په چال چلند کې بدلون غواړي او هیله لري چې له بیجېنګ سره یې روابط ښه شي. دا روابط د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ پر مهال خراب شوي وو.

د چین ځواب

د دغو خبرو په ځواب کې د چین لوړ پوړي دپلومات یانګ جیچي په خپلې ژبې پنځلس دقېقې خبرې وکړې او دا خبرې یې ژباړل کېدې.

هغه په خپلو خبرو کې د امریکا په«کمزورې دموکراسۍ، له اقلیتونو سره د خراب چلند او د سوداګرۍ او بهرنیو اړیکو په پالیسۍ» انتقادونه وکړل.

هغه وویل:« امریکا د اوږدمهاله صلاحیت بازۍ او د نورو هېوادونو د ځپلو لپاره خپل پوځي ځواک او مالي تسلط کاروي او د ملي امنیت د تش په نامه مفکورې څخه ناوړه ګټه اخلي چې د عادي سوداګریزو معاملو مخه ونیسي او ځينې هېوادونه وهڅوي چې پر چین برید وکړي.»

کله چې د چین دپلومات خبرې کولې، د امریکا د ملي‌ امنیت مشاور او نورو چارواکو یو بل ته یادښتونه انتقالول. په اخره کې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن خبریالان ودرول چې ورسره وغږېږي.

د دا ډول غونډو تر پیل مخکې له مطبوعاتو سره خبرې معمولآ کم وخت نیسي، خو دلته یې څه باندې یو ساعت ونیوه او د دواړو خواوو پلاویو انتظار ویست چې خبریالان ژر له خونې ووځي.

د یو بل تورنول

له خبرې غونډې وروسته امریکايي چارواکو چین په «ځان ښودنې» تورن کړ او چینايي رسنیو بیا امریکا په « نه میلمه پالنې » تورنه کړه.

دواړو خواوو یو بل د دپلوماتیکو اصولو په ماتولو تورن کړل اویو امریکايي چارواکي وویل چې توافق په دې شوی و چې تر غونډې مخکې به دواړه اړخونه دوه-دوه دقېقې خبرې کوي.

دغه چارواکي وویل: « داسې ښکاري چې چینايي پلاوي د ځان ښودلو او په نمایشي او عمومي تیاترونو باندې د تمرکز په هدف راغلی وي. له مبالغې د ډکو ویناوو هدف معمولآ داخلي خلک وي.»

په چین کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې په الاسکا کې چینايي چارواکي خپله دنده ښه مخې ته وړي او امریکايي اړخ هېڅ صمیمیت نه ښکاره کوي.

ځینو خلکو خو د اغونډه د « هانګمین» میلمستیا سره پرتله کړې ده، دا یوه تاریخي پېښه وه چې ۲۰۰۰ کاله مخکې شوې وه. په دغې پېښې کې یو باغي مشر بل مشر ته میلسمتیا کوي چې ویې وژني.

له دې دومره خبرو او نیوکوسره سره بیا هم دواړو خواو تېره ورځ ناوخته یوه بله غونډه وکړه. یو امریکایي چارواکي وویل چې لومړۍ غونډه «جدي مستقیمه او د پام وړ» وه.

هغه وویل: « موږ د پلان مطابق غونډه وکړه چې خپلې ګټې او لومړیتونه په ګوته کړو او د خپلو چینايي سیالانو څخه مو هم واورېدل.» هغه وویل چې درېیمه غونډه به د جمعې په سهار پیلیږي.

د بایډن حکومت د چین په اړه خپله تګلاره لا تکمیله کړې نه ده چې په چینايي مالونو باندې د تعرفې کنترول هم په کې راځي، خو د بایډن حکومت په دموکراتیکو اصولو او د چین له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ادعاو تاکید کوي.

اسیا ته د بلینکن سفر

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دسه شنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) چین ته «د زور زیاتي» د کارولو په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلی انتوني اسیا ته په سفر وتلی و چې د چین د مخ پر زیاتېدونکي زورور چلند په وړاندې اسیايي ایتلافیان زیات کړي.

د چین د سمندر په ختیځ او جنوب کې د بیجینګ له لوري د ځمکو د مالکیت پراخې ادعاوې د متحدو ایالتونو او چین د خرابو اړیکو په یوې مهمې مسئلې او جاپان ته په امنیتي تهدید بدل شوی.

ښاغلي بلینکن وویل « که چین د زور زیاتي له لارې مخکې ځي، موږ به یې که اړتیا پېښه شوه، مخالفت وکړو.»

اسیا ته په سفر کې له انتوني بلینکن سره د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هم مل و.

د جاپان او د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي: « د چین چال چلند، چې د موجوده نړیوال نظم سره اړخ نه لګوي، ایتلافیانو او نړیوالې ټولنې ته سیاسي، اقتصادي، پوځي او تخنیکي ستونزې متوجه کوي.»

XS
SM
MD
LG