د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي په افغانستان کې پوځي اډه نه جوړوي


بییجنګ وايي داسې کوم پلان نلري چې افغانستان کې پوځي اډه جوړه کړي
بییجنګ وايي داسې کوم پلان نلري چې افغانستان کې پوځي اډه جوړه کړي

افغان چارواکو پخوا ویلي و چې چين په بدخشان ولایت کې د یوې پوځې اډې د لګښت د برابرولو هوکړه کړی وه.

د چین د دفاع وزارت هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې وايي بیجینګ په افغانستان کې پوځي اډه جوړوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وی کیانګ په بیجینګ د پنجشنبې ( جنورۍ۲۵) په ورځ وویل "هغه تش په نامه مسئله چې وایي بییجنګ په افغانستان کې پوځي اډه جوړوي بې اساسه ده."

څه موده وړاندې ځينو رسنیو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې چین په بدخشان ولایت کې د افغان پوځيانو لپاره اډه جوړوي.

افغان چارواکو دا هم ویلي وه چې چین به د دغې اډې مالي لګښت برابر کړي. چین له افغانستان او منځنۍ آسیا سره پر خپلو پولو د اورپکو اسلامپالو د تګ او راتګ له اړخه اندیښنه لري.

د چین دفاع وزارت ویاند دغه راز په افغانستان کې د خپلو پوځي موټرو د شتون او ګزمې راپورونه هم رد کړي دي.

ځینو رسنیو راپور پخوا راپور ورکړی و چې چیني پوځي موټرې د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې د ګزمې په حال کې لیدل شوي دي.

چیني چارواکي وايي چې له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کې عادي اړیکې لري او دا اړیکې پالي.

XS
SM
MD
LG