د لاس رسي وړ اتصالات

چین د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ویزې مقررات اسانه کړل


د چین د نویو مقرراتو له مخې، ځینې بهرني اتباع اوس اړتیا نه لري چې د چین ویزې ته مخکې له مخکې درخواست ورکړي او کولای شي چین ته له رسېدو وروسته ویزه ترلاسه کړي.

د چین د عامه امنیت وزارت دا مقررات د پنجشنبې په ورځ اګست درېیمه (زمری ۱۲) د دغه هېواد د ورو شوې اقتصادي ودې سره د مرستې په خاطر اعلان کړل.

په چین کې د کرونا له وبا وروسته د اقتصاد د بیرته رغولو بهیر ورو شوی او په ځانګړي ډول په ځوانانو کې د بېکارۍ کچه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

ددغه حالت سره د مرستې په خاطر د چین د عامه امنیت وزارت ۲۶ نوي مقررات اعلان کړي چې بهرنیانو ته د چین د ویزې د اخیستلو بهیر اسانه کول هم پکې شامل دي.

هغه بهرنیان چې د سوداګریزو موخو دپاره چین ته ځي، اوس کولای شي د لازمو اسنادو او شواهدو لرو په صورت کې، چین ته له رسېدو وروسته ویزه ترلاسه کړي.

له دې وړاندې بهرنیان مجبور وو چې چین ته له سفر وړاندې لومړی د چین په سفارت یا قونسلګرۍ کې د ویزې دپاره درخواست ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG