د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د چین او روسیې خبرداری


روسي سوخوی-سو-۲۵ الوتکې
روسي سوخوی-سو-۲۵ الوتکې

د چین حکومت له امریکا نه وغوښتل چې هغه بندیزونه لرې کړي چې د چین په یوې پوځي ادارې یې د روسي وسلو د اخیستلو په خاطر لگولي دي او که نه نو له "ناوړه پایلو" سره به مخامخ شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند گنگ شوانگ، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې بیجینگ پدې هکله واشنگټن ته خپل رسمي اعتراض کړی.

ښاغلي شوانگ وویل چې "د متحده ایالاتو اقدام په جدي توگه د بین المللي اړیکو اصولو، د هیوادونو ترمنځ اړیکو او د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ روابطو نه سرغړونه کړي او هغه تاواني کړي دي".

پدې ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرگي رایابکوف، هم د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ او وویل چې واشنگټن "له اور سره لوبې" کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ پر تریکې او چین باندې پدې خاطر بندیزونه ولگول چې دغو دواړو هیوادونو له روسیې نه وسلې اخیستي دي. امریکایي مقاماتو ویلي دي چې له روسیې نه وسلې اخیستل پر روسیې باندې د امریکا له لورې له لگول شویو بندیزونو نه سرغړونه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې چین له روسیې نه د اس -۴۰۰ میزایلو سربیره د سوخوی-سو-۲۵ ډوله جنگي الوتکې هم اخیستې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د روسیې نه د وسلو او پوځي تسلیحاتو اخیستل پر روسیې باندې د امریکا د ٢٠١٧ کال د بندیزونو نه سرغړونه ده. واشنگټن د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رسویې د لاس وهنو په تور پر هغه هیواد باندې بندیزونه ولگول.

XS
SM
MD
LG