د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د پښتو ژبې امریکايی ژباړن په لس کلن بند محکوم کړ


اوه دیرش کلن شیو وانګ په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سره د پښتو ژبې ژباړن و
اوه دیرش کلن شیو وانګ په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سره د پښتو ژبې ژباړن و

چینایي الاصله امریکایي محصل شیو وانګ چې په پښتو ژبې هم خبرې کولی شي، تیر اوړی په ایران کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

وانګ په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سره د پښتو ژباړن په حیث هم کار کړی.

شیو وانګ د پښتو تر څنګ په ترکي، انګریزي او روسي هم روانې خبرې کولی شي. مورنۍ ژبه یې د چین ماندرین ده. هغه ۳۷ کلن دی او ایران ته د فارسۍ ژبې د زده کولو لپاره تللی و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې وانګ د جاسوسۍ په تور نیول شوی او د لسو کالونو بند تیرلو سزا پرې راختلې.

وانګ د ۲۰۱۳ میلادي کال راپدیخوا د تاریخ په برخې کې پخپلې دکتورا کار کاوه.

هغه ایران ته د دې لپاره تللی و چې د اسلامي هیوادونو د حکومتدارۍ په اړه څیړنې وکړي. ایران په هغه تور لګوي چې شاوخوا ۴۵۰۰ پاڼې اسناد یې د کمپیوټرونو نه سکن کړي او ځان سره یې ثبت کړي خو پروفیسر سټیفن کوټکین چې شیو وانګ ته د دکتورا په اخیستو کې سلا مشورې ورکوي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه اسناد تقریباً یوه پیړۍ زاړه سندونه دي او شیو وانګ یوازې د خپلې څیړنې لپاره مطالعه کول.

شیو وانګ پلان درلود چې خپلې څیړنې، په ایران، روسیه او افغانستان کې وکړي.

وانګ لومړنۍ زده کړې په چین کې کړی خو وروسته بیا هند ته ولاړ او د هغه ځای نه د امریکا متحده ایالاتو ته د لوړو زده کړو لپاره راغی.

هغه په ۲۰۰۶ م کال کې په واشنګټن کې د پوهنتون نه فارغ شو او ماسټري یې د هارورډ د پوهنتون نه تر لاسه کړله. وانګ د خپلې ماسټرۍ د څیړنو لپاره ازبکستان او تاجکستان ته هم تللی و. شیو وانګ واده کړی او یو زوی لري.

XS
SM
MD
LG