د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: لوګر او هرات کې بمباریو ۲۸ ملکیان وژلي


یوناما وايي د ۲۰۱۷ په لمړیو ۶ میاشتو کې ۲۳۲ ملکي افغانان په هوايي بمباریو کې ووژل شول
یوناما وايي د ۲۰۱۷ په لمړیو ۶ میاشتو کې ۲۳۲ ملکي افغانان په هوايي بمباریو کې ووژل شول

په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) لمړنۍ موندنې ښيې چې دا اونۍ په دوو جلا هوايي بمباریو کې په هرات او لوګر ولایتونو کې لږترلږه ۲۸ ملکي افغانان ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

یوناما ویلي د اګست پر ۲۸، د شینډنډ ولسوالۍ په هوايي برید کې ۱۵ ملکي کسان ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول. دغه راز په یوه جلا هوايي برید کې د اګست پر ۳۰، د لوګر ولایت په پل علم سیمه کې ۱۳ ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

یوناما ویلي داسي ښکاري چې د دواړو بریدونو هدف د حکومت ضد وسله وال کسان و، خو هغوې د خلکو په کورونو کې پټ شوي و.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت ویلي چې د شینډنډ برید د دوې ځواکونو ندی کړې او د افغان هوايي ځواک کار و. دغه ماموریت ویلي د پل علم د بمبارۍ په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان خبردای ورکړی چې سږکال په افغانستان کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي خلکو د وژنې په شمیر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی او لږترلږه ۲۳۲ ملکیان د کال په لمړیو شپږو میاشتو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG