د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن پولیسو د چاپيریال ساتنې سلګونه فعالان نیولي


لندن کې د چاپیریال ساتنې د فعالانو مظاهره
لندن کې د چاپیریال ساتنې د فعالانو مظاهره

په لندن کې د چاپېریال ساتنې فعالانو د مظاهرو په لړ کې پولیسو څه باندې ۳۰۰ فعالان نیولي دي.

دغه فعالان ادعا لري چې حکومتونه د چاپیریال ساتلو لپاره کار نکوي. دا مظاهرې په برتانیا، جرمني، اتریش، استرالیا، فرانسه او نیوزلنډ کې شوي دي. دوی له سیاستوالو غواړي چې د چاپيریال ساتلو لپاره دې لا جدي اقدامات وکړي.

د چاپېریال ساتنې دغه فعالان وايي که د اقلیمي تغیر مخه ونه نیول شوي د انسانانو نسل د ورکېدو له خطر سره مخامخ کیږي. دوی په یو شمېر هېوادوانو کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده. دغې ډلې د اپریل په میاشت په لندن کې د ۱۱ ورځو لپاره لارې او سړکونه وتړل.

پولیسو له هغه ورسته د دغې ډلې سلګونه فعالان ونیول چې د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن یې پر اعتراضونو کلک انتقاد وکړ. پولیس وايي تر دې دمه یې ۳۱۹ کسان نیولي دي.

د چاپېریال ساتنې یوې فعالې دیانا جونس رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی عادي خلک دي او له حکومتونو څخه یوازې دا غواړي چې د چاپېریال ساتلو لپاره دې جدي اقدامات وکړي، خو وايي حکومتونه یې خبره نه اوري.

د برتانیا حکومت ژمنه کړه ده چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د شین کوریزو غازونو د استعمال کچه صفر ته رسوي.

XS
SM
MD
LG