د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال ایتلاف الوتکو په عراق کې د داعش مرکزونه ویجاړ کړل


د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي د عراق په لرې پرتو سیمو کې یې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش درې مشخص شوي پټنځایونه له منځه وړي دي.

د امریکاد د پوځ مرکزي قواندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي په عراق کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف د عراق د حکومت په همکارۍ د داعش دغه کمپونه د جمعې په ورځ د کرکوک ولایت په وادي الشای کې په نښه کړي دي.

د ایتلافي ځواکونو ویاند مایلزي بی کاگینزویلي چې: «د داعش د پټنځایونو ویجاړول د ښارونو او کلیو د امن کیدو سبب شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د ایتلافي ځواکونو هر بمبارد د عراق د حکومت په غوښتنه شوی دی ترڅو «په بشپړه توګه» یاغیانو ته ماته ورکړل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد یو چارواکي په وینا د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنګیالي او پلویان چې په عراق او سوریه کې د دغې تروریستي ډلې د خلافت د له منځه تللو په نتیجه کې خواره واره شوي، ورځ تر بلې بې باکه او خطرناکه کیږي.

د رپوټونو له مخې که څه هم چې داعش په عراق او سوریه کې له منځه تللی، خو په عراق کې د اوږدې سیاسي کړکیچ او په سوریه کې د روانو جګړو او نا ارامیو په وجه ددغې تروریستي ډلې پاتې او خواره واره شوي جنګیالي لا هم یو ستر ګواښ ګڼل کیږي. داسې رپوټونه هم وو چې دغو جنګیالیو د افغانستان په ګډون نورو نا امنو هیوادونو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG