د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د عراق نه د عسکرو د ایستلو پلان نلرو


امریکايي ځواکونه په عراق کې
امریکايي ځواکونه په عراق کې

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر وایي د عراق نه د عسکرو د ایستلو هیڅ پلان نلري.

د ښاغلي اسپر د دې څرګندونو نه وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې امریکا عراقي چارواکو ته په یو لیک کې خبر ورکړی چې په هغه هیواد کې د میشتو امریکایي عسکرو موقعیت بدلوي چې وتلو ته چمتو شي.

د دفاع وزیر په پنټاګان کې د دغه لیک په هکله ناخبري وښوده او خبریالانو ته یې وویل "نه پوهیږم دا لیک څه شی دی او کوښښ کوو معلومه کړو چې د کومه شو."

مایک اسپر همدرانګه وویل چې د عراق نه د امریکایي عسکرو د ایستلو لپاره "هیڅ کومه پرېکړه نده شوې." د امریکا د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مایک میلي هم دغه لیک رد کړ او ټینګار یې وکړ چې "د وتلو هیڅ پلان نشته".

امریکا اوس مهال په عراق کې شاوخوا ۵۰۰۰ عسکر لري چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف مبارزه کې د عراقي عسکرو سره همکاري کوي.

سره لدې چې امریکایي چارواکي د لیک په هکله نا خبري ښیي خو د عراق په پوځ کې یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې چې یو لیک ورته رسیدلی او دا لیک په بغداد کې د عراق د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو څانګې ته لیکل شوی.

په لیک کې دا هم لیکل شوي چې په عراق کې میشت د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه به د وتلو لپاره د هیلوکوپترو نه کار اخلي.

د رویټرز خبري اژانس وایي د دوشنبې (جنوري ۶مې) په بغداد کې د ګڼ شمیر هیلوکوپترو غږونه اوریدل شوي خو معلومه نده چې آیا دغو هیلوکوپترو د عسکرو د وتلو سره تړاو درلود که نه.

XS
SM
MD
LG