د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو په قانون کې د "نويو تعدیلاتو" په تړاو اندېښنې


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د افغان حکومت له خوا د رسنیو په قانون کې نوي تعدیلات د اساسي قانون او د نړیوالو میثاقونو په خلاف بللي او له جمهور رئیس غني څخه یې غوښتي چې د دغه قانون د تعدیل چارې ودروي.

د دغې کمېټې رئیس نجیب شریفي د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۵مه (غبرګولي ۲۶) خبریالانو ته وویل د رسنیو د قانون د تعدیل د طرحې یوه کاپي چې دوی ته رسېدلې ښيي چې په کې راغلي تعدیلات د رسنیو د کار په وړاندې د جدي محدودیتونو لامل کېږي.

ښاغلي شریفي د محدودیتونو سربېره د رسنیو د جواز په لغوه کولو کې آسانتیاوې، د راپورونو سانسورېدل، د نظارتي بنسټونو د خپلواکي محدودېدل، د حکومت نظارتي بنسټونو ته د پراخو محدودوونکو او غیرضروري صلاحیتونو ورکول، د ملي راډیو ټلویزیون د خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستل او د خبریالانو د حقوقو او امتیازاتو حذفول په نویو تعدیلاتو کې د اندېښنې وړ نور موارد بللي دي.

ښاغلي شریفي په یو پرانیستي لیک کې چې د رسنیو یو شمیر استازو هم په کې لاسلیک کړی له جمهور رئيس غني څخه وغوښتل چې د دې قانون د تعدیل کار ودروي.

نوموړي د دغه لیک د لوستلو پر مهال وویل: "د رسنیو او له رسنیو څخه د ملاتړ ادارو غوښتنه له تاسو څخه دا ده چې د دې تازه طرحې د کار د پرمخ وړلو چارې چې د هېواد د مطبوعاتي ټولنې له مشورې پرته پیل شوې ودروئ او اجازه ورنکړئ چې د هېواد د نظام د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه د رسنیو قانون د رسنیو د ازادۍ پر یو محدودوونکي لامل بدل شي".

د هغه پر وینا په داسې وخت کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو په درشل کې دی پر رسنیو د محدودیتونو لګول به ناوړې پایلې ولري.

هغه خبرداری ورکړ که چېرې د رسنیو قانون د تعدیل چارې وندرول شي، افغانستان به د رسنیو او د بیان د آزادۍ په برخه کې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ادعاو په ردولو سره وايي چې د ټولیزو رسنیو په قانون کې تر اوسه هیڅ ډول تعدیل نه دی راوستل شوی.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند امریکا غږ ته وویل: "تراوسه پورې د ټولیزو رسنیو په قانونو کې کوم تعدیل نه دی راغلی، هر هغه تعدیل چې د ټولیزو رسنیو په قانون کې راځي، موږ له دې وړاندې هم د رسنیو د بیلابیلو صنفونو سره مشورې کړي په دې اړه مو نظر ترې غوښتی دی، همدارنګه که هره نوې خبره کېږي د دوی نظر به په کې شامل وي او د دوی د نظر له اخیستلو وروسته به نهايي کېږي".

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه هېواد کې پر رسنیو د محدودیتونو په تړاو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کړي چې د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د راپور په اساس افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې په شا تګ کړی.

دغه سازمان د ۲۰۲۰ کال په راپور کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۹ کې د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ په کچه ۱۲۱ ځای درلود خو په روان عیسوي کال کې یې ۱۲۲ ځای خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG