د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سودان کې د جګړو له کبله یو میلیون ماشومان بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وایي ډیری دا ماشومان د خطر سره مخ دي.
ملګري ملتونه وایي ډیری دا ماشومان د خطر سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) ویلي چې په سودان کې جګړو څه باندې یو میلیون ماشومان بې کوره کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې زیات شمیر دا ماشومان د جدي خطر سره مخ دي.

یونسیف په یوې اعلامیې کې ویلي، د روان میلادي کال د اپریل میاشتې راپدیخوا چې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان داګلو تر منځ جګړه پیل شوې، ۳۳۰ ماشومان پدې هیواد کې وژل شوي او څه دپاسه ۱۹ سوه یې ټپي شویدي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د اټکل له مخې په سودان کې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان اشد ضرورتونه لري او بشري همکارۍ ته اړتیا لري او ډیر یې د جدي خطر سره مخ دي.

د سودان لپاره د یونسیف استازي مندیپ اوبراین په اعلامیې کې ویلي چې پدې هیواد کې ماشومان په پرله پسې توګه داسې یوې جګړې کې تر ټولو ستره قرباني ورکوي چې په پیل کولو کې یې هغوي هیڅ ډول لاس نلري.

ښاغلي اوبراین زیاته کړې، "ماشومان په جګړې کې د ښکیلو دواړو ډلو لخوا په ډزو کې ګیر پاتې شوي، ټپي شوي، بد رد ورته ویل شوي، بې ځایه شوي، ناروغه شوي او د سوی تغذیې سره مخ شوي".

د ماشومانو دې نړیوالې ادارې د سودان د دارفور په سیمه کې په ځانګړې توګه د ماشومانو په وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي یې چې هلته د شل کلنې جګړې له کبله وار دمخه سلګونه زره کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډیر بې ځایه شویدي.

په اعلامیې کې راغلي، "د دارفور په غرب او مرکزي برخه کې په ځانګړې توګه وضعیت د اندیښنې وړ دی ځکه چې هلته د فعالې جګړې له کبله نارامي ډیره ده او بشري مرستې او مرکزونه هم لوټ او تالان کیږي".

د جنرال داګلو ملیشو چې چټک ملاتړ ځواکونه نومیږي په همدې سیمې کې د پخواني دکتاتور عمر البشیر په حکومتدارۍ کې په ۲۰۰۳ کال کې د قومي اقلیتونو پر ضد جګړه پیل کړله. پدې ملیشو د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایتونو تورونه لګیدلي دي.

په همدې ملیشو تور دی چې د تیرې چارشنبې په ورځ یې د دارفور په لویدیځ کې د سیمې والي خمیس عبدالله ابکر یوازې څو ساعته وروسته چې هغه د سعودي یو تلویزیون سره مرکه وکړله او د ملیشو په نقش یې انتقاد وکړ، وواژه. خو د چټک ملاتړ ځواکونو ویلي چې هغوي دا شخص ندی وژلی.

ملګرو ملتونو ویلي د عیني شاهدانو معلومات ښیي چې دا والي عرب ملشو او چټک ملاتړ ځواکونو وژلی او په عین حال کې د دارفور د مدافع وکیلانو اتحادیې دا کار غندلی او هغه یې "وحشت او ظلم" بللی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي د قوماندانانو په ګډون ټول هغه کسان باید مسؤل وبلل شي چې دا قتل یې کړی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په سودان کې خپل ماموریت یوازې د ۶ میاشتو لپاره تمدید کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې جون میاشتې په دوهمې نیټې د سودان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ماموریت یوازې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې چې د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شو په سودان کې د ملګرو ملتونو د مدعم شوي انتقالي همکارۍ ماموریت د رون میلادي کال د دسبمر میاشتې تر دریمې نیټې پورې تمدید شو او دا څرګندوي چې د افریقا په لویې وچې کې پروت دې هیواد کې وضعیت څومره نازک دی.

د امنیت په شورا کې د بریتانیې استازي جیمز کاریوکي وویل چې دا شپږ میاشتې به دې نړیوالې ادارې ته لازم وخت ورکړي چې په سودان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ارزیابي کړي.

XS
SM
MD
LG