د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګریس د برما په ځینو پوځیانو بندیزونه لګوي


د شپږ سوو زرو نه زیات روهینګیایي مسلمانان د برما نه بنګلادیش ته کډه شویدي.
د شپږ سوو زرو نه زیات روهینګیایي مسلمانان د برما نه بنګلادیش ته کډه شویدي.

د امریکا د استازو مجلس به په روانۍ اونۍ کې په برما کې د روهینګیایي مسلمانانو د قومي تصفیې د غندلو لپاره یوه پریکړه لیک ته رایه ورکړي.

ویل شوي چې کانګرس به په برما کې د روان بحران د ختمولو لپاره پر هغو پوځیانو بندیزونه ولګوي چې تشدد یې کړی دی.

په برما کې د روهینګیا اقلیت پر ضد د تاوتریخوالي له پېلېدو سره سم شاخوا شپږ سوه زره خلک بنګلادیش ته مهاجر شول. اوس برما او بنګلادیش کوښښ کوي چې دغه کډوال بیرته خپلو مېنو ته ورستانه کړي.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي ویل هورډ ویلي دي چې په برما کې زرګونه بې کوره شوي، جنسي تیری پرې شوی، وژل شوي او دا ټول په یو ټکي کې خلاصه کیږي چې "ټولنیزه وژنه" یا جینوسایډ دی.

په همدې حال کې د استازو د مجلس یو بل غړی، جو کروالي وایي متحده ایالاتو د ټولې نړۍ ستونزې نشي حل کولی "خو یو شی چې مونږ یې کولی شو او باید چې وې کړو ، په برما کې په هغو کسانو بندیزونه لګول دي چې دغه جرمونه یې کړیدي."

XS
SM
MD
LG