د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه دوشنبه نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه چې په لومړي ځل د طالبانو یو پلاوی هم وربلل شوی دی.
طالبان، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې بیا واکمن شوي او تراوسه یې حکومت د هیڅ کوم هېواد له لورې په رسمیت نه دی پیژندل شوی، په لومړي ځل په دې کچه یوه نړیواله غونډه کې برخه اخلي.
د نړۍ مشران او استازي په داسې حال کې باکو ته تللي چې په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د تودوخې کچه په بې سارې توګه لوړه ګڼل شوې او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې له بې وزلو هېوادونو سره د مرستې د اړتیا لپاره یې غوښتنه ډېره کړې ده.
د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د منتخب ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ بری او پر نړیوالو همکاريو باندې ددې کار ممکنه اغیزې د کوپ۲۹ غونډې د اجنډا بل مهم ټکی بلل شوی دی.
ټرمپ ژمنه کړې چې یو ځل بیا به د پاریس د اقلیمي تړون څخه متحده ایالات وباسي او له کبله یې داسې اندیښنې زیاتي شوي چې دا کار به د خبرو په میز هیلې کمزورې کړي.
په باکو کې د غونډې په پیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د څانګې مشر سیمون سټیل د هیوادونو استازو ته وویل: "اوس د دې وخت دی چې وښیې چې نړیواله همکاري د ختمېدو په درشل کې نه ده."
سټیل بډایه هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د اقلیم د بدلون په برخه کې د دوی مرستې "خیرات نه دی... د اقلیم سره د مبارزې لپاره د بسپنې راټولولو ټاکل شوی هدف د بډایه هېوادونو په ګډون د ټولو په ګټه دی".
مذاکره کوونکي باید د ودې په حال کې هېوادونو سره پر تیلو د اتکا د ختمولو او اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د کاله د ۱۰۰ میلیارد ډالرو د مرستې زیاتولو ژمنه وکړي. په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی چې کوم هېوادونه، چاته او څومره مرسته ورکړي.
د ودې په حال کې هېوادونه د قرض په ځای د تریلیونونو ډالرو مرستې غوښتنه کوي. د کوپ۲۹ مشر او د اذربایجان د تیلو د ملي شرکت پخوانی اجرائیوي رئیس، مختار بابایوف که څه هم مني چې اړتیا "ټریلیونونه ډالر" ده، خو وايي چې یو "ریښتینی هدف" د سلګونو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې دی.
ټاکل شوې چې همدا مسئله په باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه په ۲۹مه کلنۍ غونډه کې څېړل کیږي چې د مۍ میاشتې تر ۲۲مې پورې به دوام وکړي.
په کوپ۲۹ کې د طالبانو ګډون
د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په ایکس کې په یو پوسټ کې ویلي چې د حکومت یو تخنیکي پلاوی یې په غونډه کې د ګډون لپاره باکو ته تللی دی.
د دې ادارې رئیس مطیع الحق خالص ویلي چې دده په مشرۍ پلاوی به په غونډه کې د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ د زیاتېدو هڅه وکړي او په دې برخه کې به له نړیوالو سره د افغانستان اړتیاوې شریکې کړي.
د فرانس پرس اژانس د راپور له مخې، د طالبانو استازي په باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه د کوپ۲۹ په روانه غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.
کارپوهانو اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د اقلیم بدلون پر افغانستان د پام وړ منفي اغېزو لامل شوی، چې د دغه هېواد د جغرافيايي موقعیت او د اقلیم په اړه د کمزورو تګلارو له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.
په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون اغیزې
د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد حیات الله مشواڼي وویل: "د اقلیم بدلون د تودوخې د لوړېدو لامل شوی، چې د اوبو سرچینې کموي او د وچکالۍ لامل کېږي، چې د کرنې په چارو کې د پام وړ اغېز کوي... د اوبو کمښت او پرله پسې وچکالۍ د کرنې لپاره ستوزې رامنځته کړي چې د خوړو د خوندیتوب او نورو برخو کې د ننګونو لامل کیږي. "
د اګست په میاشت کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په خپل راپور کې وویل چې افغانستان د اقلیم د بدلون د اغیزو له مخې شپږم ډیر زیان منونکی هیواد دی او د دې هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې له سختې وچکالۍ سره مخ دي چې تر نیمايي زیات نفوس یې اغیزمن کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان د ۲۰۲۳ تر پایه پورې د هر هیواد په پرتله د اقلیمي ناورینونو له امله د بې کوره شویو ماشومانو ترټولو لوی شمیر درلود.
د کابل پوهنتون استاد، عابد عربزي وویل، د اقلیم کنفرانس به په افغانستان کې اقلیمي ننګونو ته د رسیدو لپاره د نړیوالو مرستو او تمویل په برخه کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: "افغانستان کولی شي د اقلیم په اړه خپلې تګلارې او نړیوالې ټولنې ته ژمنې روښانه کړي او له دې لارې خپل نړیوال شهرت لوړ کړي."
په دې راپور کې د رویټرز، اسوشیتید پرس او فرانس پرس معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه