د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د دوا پاشلو لړۍ پیل شوه


د کابل ښاروالۍ د دوا پاشلو ټېم
د کابل ښاروالۍ د دوا پاشلو ټېم

کابل ښار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبتېدو دوه ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د کابل ښاروالۍ د دوا پاشلو ډلې دغه ښار کې د ضد عفوني کولو لړۍ پیل کړه.

د کابل ښاروالۍ په یوې اعلامیې کې چې نن سه شنبه مارچ۲۴(وري پنځمه) خپره شوې راغلي چې دغه ډله به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول ښار ضد عفوني کړي او دغه لړۍ نن پیل شوه.

د کابل ښاروالۍ په اعلامیې کې د دې ادارې د معین سید الرحمن جلال له قوله راغلي: "د ښار په سړکونو او واټونو کې احتیاطي اقدامات نیول شوي او دغه ډله به خپل کار پر مخ بوځي."

د کابل ښاروالۍ دوا پاشلو کاري ټېم
د کابل ښاروالۍ دوا پاشلو کاري ټېم

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوې دولتي ادارې له خوا د دوا پاشلو لړۍ پیلیږي.

له دې مخکې دغه هېواد کې ټولې ورزشي لوبې وځنډول شوې او تعلیمي مرکزونه د څه باندې یوې میاشتې لپاره رخصت شول.

د ودونو غونډې، حمامونه او د لامبو حوضونه هم دغه بندیز کې شامل و. دولتي ادارو هم خپل کار درې ساعته رالنډ کړ.

عامو خکلو ته ویل شوي چې راشه درشه کمه کړي، ماسک، دستکشې واغوندي او احتیاطي تدابیر په نظر کې ونیول شي.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوه خو دغه ویروس د کابل په شمول د دغه هېواد ۱۳ ولایتونو ته رسېدلی چې ټول ټال ۴۲ مثتبې پېښې پکې ثبتې شوي دي.

له اخته کسانو له ډلې یواځې یو تن بلخ کې ساه ورکړې.

د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې وروسته چې په چین او له هغه وروسته په روانې میاشتې کې د کرونا ویروس د نړۍ نیږدې ټولو هېوادونو ته ورسېده.

دغه روغتیايي کړاو دنړۍ اکثره خلک د کلک ذهني فشار لاندې راوستي دي.

خو د طب ډاکټران وايي دغه ویروس دومره ګواښونکی نه دی هغومره چې خلک یې په اړه اندېښمن دي. اما ډاکټران بیا په دې هم ټینګار کوي چې شخصي حفظ الصحې ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي تر څو د دغه ویروس د لا خورېدو مخه ونیول شي.

د نړۍ په کچه تر اوسه نیږدې څلور لکه کسان په دې ویروس اخته شوي او له امله یې څه باندې ۱۶ زره کسان مړه شوي خو سلو زرو نه ډېر کسان د دغه ویروس له شره خلاص شوي دي او بېرته عادي صحي حالت ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG