د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار ډله؛ د کرونا ویروس مخنیوي په بهانه خلک ځپل کیږي


د بشري حقونو څار ډلې خبرداری ورکړی چې ځیني هیوادونه د کرونا ویروس د مخنیوي په بهانه خپل منتقدین ځپي.

د دغې ډلې اجرائیوي مشر کینیت رات وايي چې د کروناویروس د مخنیوي په موخه یو لړ محدودیتونه اړین دي، خو یو شمیر حکومتونه له دغه وضعیت څخه ناسمه ګټه اخلي او د قدرت پراخولو په لټه کې دي.

ښاغلي کینیت رات د بیلګې په توګه د چین په ووهان ښار کې یو ډاکتر ته اشاره کړې چې د کروناویروس د زیان په اړه یې خبرداری ورکړی و.

ښاغلی رات وايي د چین هیواد ددې پر ځای چې دغه خبرداري ته پاملرنه وکړي، هغه یې وځپو، خبرداری یې سانسور کړ او دا ددې لامل شو چې ویروس په دریو اونیو کې نړۍ ته ورسیږي.

د بشري حقونو د څار ډلې اجرائیوي مشر کینیت رات وايي "که د الجزایر پوځي حکومت ته وګورۍ، او یا د روسیې ولسمشر پوتین، یا د لبنان او یا عراق حکومتونه، د هند صدراعظم مودي، دا ټول هغه حکومتونه دي چې د دیموکراسۍ د پلویانو د اعتراضونو له ننګونو سره مخ دي، اوس دا اعتراضونه باید ودرول شي."

بلخوا ملګرو ملتونو هم د بندیزونو لګولو له کبله خبرداری ورکړی دی.

چارواکي وايي چې په یو شمیر هیوادونو کې محکمې هم کم صلاحیت لري، په اضطراري حالت کې پارلمانانو هم کمزوري دي.

په هنګري کې هم صدراعظم ویکتور اوربان د بیړني حالت د قانون له مخې فشار اچولی دی، او ګڼو نورو هیوادونو پر سړکونو لاریونونه بند کړي دي.

په ګڼو هیوادونو کې خلکو د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه محدودیتونه منلي دي، خو ویره موجوده ده چې دا شان محدودیتونه کولای شي په خپله د ناروغۍ د زیاتیدو لامل شي.

XS
SM
MD
LG