د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ اردوغان په ترکیې کې په ګرځیدو د بندیز وړاندیز رد کړ


په ترکیې کې د کرونا ویروس مخ په خپریدو دی، خو ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی چې اقتصادي چارې باید له خنډ او ځنډ پرته پرمخ لاړې شي.

د ترکیې اوسیدونکو او یو شمیر چارواکو وړاندیز کړی چې د کروناویروس د مخنیوي په موخه باید په ګرځیدو بندیز ولګول شي، خو ولسمشر اردوغان دا وړاندیز رد کړی دی.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې تر اوسه په ترکیې کې ۳۰۲۱۷ کسان په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه ددې ویروس له کبله ۶۴۹ کسان مړه شوي دي.

د استانبول ښاروال اکرام اوغلو په ښار کې د مکمل بندیز ملاتړ کوي.

ښاغلی اوغلو وايي: "د پنځلس فیصده تحرک معنی دوه میلیون کسان دي، دا خورا ویرونکې ده. دومره خلک د اروپا د یو لوی ښار نفوس جوړوي. دا واضح ده چې اوسنی تحرک یو ګواښ دی او له همدې کبله موږ وایو چې سخت اقدام ته اړتیا ده."

په استانبول کې یو شمیر دوکانداران هم د راتلونکې له کبله اندیښمن دي.

کرونا؛ اردوغان په ترکیې کې په ګرځیدو د بندیز وړاندیز رد کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

د بوراک په نوم یو دوکاندار وايي: "ټول دوکانونه باید وتړل شي، که وتړل شي زما په شان د مغازو مالکین به د کرایې ورکولو وس و نه لري، او خپل لګښت به پوره نه کړي. یو واضح ځواب نشته چې د حل لار څه کیدی شي، فکر کوم زموږ دولت هم په سخت مالی وضعیت کې راګیر دی."

په استانبول کې په کرونا ویروس د اخته کسانو او له کبله یې د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

په یو بل اقدام کې د کروناویروس د مخنیوي په موخه د استانبول ښار چارواکو پر خلکو ماسکونه ویشلي او په ښار کې یې د عمومي ټرانسپورت د کار وخت کم کړی دی.

په داسې وخت کې چې د کرونا ویروس مخ په زیاتیدو دی، کیدای شي وخت د استانبول له لاسه ووځي ترڅو وکولای شي د ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره مناسبه حل لار پیدا کړي.

د کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځته شو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تراوسه په نړۍ کې څه باندې یو میلیون او ۳۶۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۶ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG