د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په نړۍ کې د مړو شمیر څه کم ۴۵۰ زره شو


په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر د واشنګټن ډي سي پر وخت د پنجشنبې د ورځې جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) تر سهاره اته میلیونو او ۳۷۳ زرو څخه اوښتی او پدې وجه د مړو شمیر ۴۴۹ زره ۵۱۲ تنو ته رسیدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د نن پنجشنبې ورځې تر سهاره د امریکا په متحده ایالاتو کې څه دپاسه دوه میلیون ۱۶۳ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۱۱۷ زره ۷۱۷ کسان مړه شوي دي.

برازیل د څه دپاسه ۹۵۵ زرو مثبتو پیښو په درلودلو سره له امریکا وروسته د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري او پدې هیواد کې د مړینو شمیر ۴۶ زره ۵۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

روسیه د څه دپاسه ۵۶۰ زرو مثبتو پیښو په لرلو سره درېیم هیواد دی، خو دغه هیواد تر اوسه د شاوخوا ۷۶۳۸ تنو د مړینې خبر ورکړی دی.

د کروناویروس په وجه د مړینو له پلوه بریتانیا د امریکا او برازیل وروسته تر ټولو زیات تلفات لري او د پنجشنبې تر سهاره جون ۱۸ پورې په کې څه دپاسه ۴۲ زره ۲۳۸ تنه مړه شوي دي.

د کروناویروس د زیاتو پیښو له درکه د امریکا، برازیل او روسیې وروسته هند، بریتانیا، اسپانیا، پیرو، ایټالیا، ایران، جرمني او ترکیه دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې پدې هیواد کې ۲۷۵۳۲ کسان په کروناویروس اخته شوي دي او ددې جملې نه ۵۶۶ کسان مړه شوي او څه دپاسه ۷۶۶۰ ناروغان بیرته ښه شوي دي.

د کروناویروس لومړی ځل د تیرکال په دسمبر میاشت کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په بیړه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG