د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرانو جرګې درې سناتوران د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي


چارواکي وایي یاد کسان پر چارو د نظارت لپاره بلخ ولایت ته تللي و.
چارواکي وایي یاد کسان پر چارو د نظارت لپاره بلخ ولایت ته تللي و.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې پولیسو د مشرانو جرګې درې سناتوران یې د رشوت اخیستلو په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن دوشنبه ډسمبر۲۸ (مرغومې ۸) امریکا غږ ته وویل چې یاد سناتوران پرون «یکشنبه مرغومې۷مه» د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او لویې څارنوالۍ د استازو لخوا د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه چې د مشرانو جرګې دغه فعاله درې سناتوران پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي وو.

د لویې څارنوالۍ لخوا امریکا غږ ته په استول شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د رشوت اخیستلو په تور نیول شویو کسانو کې په مشرانو جرګه کې د فاریاب، سرپل او د خوست ولایتونو استازي شامل دي.

لا معلومه نه ده چې دا سناتوران اوس چېرې دي. په خپله تورنو سناتورانو او یا مشرانو جرګې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د هغه په وینا د یادې قضیې راپور د افغانستان د مشرانو جرګې ریاست ته سپارل شوی. خو مشرانو جرګې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي نن دوشنبه په یاد ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې د مشرانو جرګې دغه درې کسیزه پلاوی تازه مزارشریف ته تللی و چې په وینا یې په حیرتان بندر کې د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:"موږ اړوند ادارو ته هدایت کړی چې له دوی سره همکاري وکړي، خو اوس له یوې ادارې سره یوه مسئله منځته راغلې ده چې له مرکز سره په همغږۍ بالفعل دغه درې سناتوران د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي دي."

دا لومړی ځل دی چې د مشرانو جرګې درې فعال غړي د رشوت اخیستلو په تور نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG